د لندن په سواس ګيلرۍ کې د افغانستان د دوديزو جامو نمايش   

  د لندن په سواس ګيلرۍ کې د افغانستان د دوديزو جامو يو نمايش لګېدلى دى، چې پکې د پښتنو او نورو قامونو شاوخوا سل تاريخي څيزونه خلکو ته ښودل کېږي. دا نماش به د ستمبر تر ۱۹مې پورې جاري وي.

 دا نمايش د جولای په ۱۰مه شروع شوى او د ستمبر تر ۱۹مې پورې به جاري وي. د سواس ترمخه، پکې شاوخوا سل تاريخي څيزونه شامل دي، چې د نولسمې او شلمې پېړۍ دي. دا څيزونه د کارون ټاکر د شخصي ټولګې او د وېکټوريا او البرټ موزيم په مرسته راجمع کړل شوي دي.

په دې نماش کې د پښتنو د بېلابېلو قبيلو ترڅنګ د هزاره، پشه ‌يي، تاجک، ترکمن او ازبک قامونو جامې هم اېښودل شوې دي. د منګلو او پشه ‌يانو ګنډل شوي کميسونه، د کندهار د ښځو مخ پټي، د سړو او ښځو ټوپۍ او سرپوښونه، د کور د استعمال ځينې څيزونه او اوږدې پګړۍ هم پکې شاملې دي.

په دې جامو کې د ورېښمو، وړۍ، مريو، سکو او بېلابېلو ګنډو نه کار اخيستل شوی دی. د سواس په وينا، د دې پخوانۍ ګنډې ډېرې طريقې اوس کمې شوې دي او د ختمېدو له خطر سره مخ دي. دا د فېشن يا جامو خرڅولو نماش نه دی، بلکې د افغانستان د پخوانيو جامو، دود دستور او لاسي هنرونو تاريخي نماش دی

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.