دپينځوو يو ورځنيو لوبو ترسره کولو لپاره افغان کرکټ  لوبډله ايرلنډ ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي (قومي) لوبډله( ټيم) به د ۲۰۲۶ کال د١٥م اګست  نه په ايرلنډ کې د يوې ورځنيو نړيوالو لوبو پنځه سيالۍ ترسره کوي. لومړۍ دوه لوبې به په برېډي او درې نورې به په سټورمونټ، بېلفاسټ کې کېږي. ټولې لوبې به د افغانستان پر وخت د ماسپښين په ۲:۱۵ بجې  شروع کيږي.

د افغانستان کرکټ ملي(قومي) لوبډلې(ټيم) د ايرلنډ سفر مهالوېش(شيډول) اعلان شوى، چې  ترمخه به يې افغان لوبډله پنځه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کړي.

دددې  مهالوېش   ترمخه وړومبۍ  او دويمه لوبه به  د  ٥م  او ٧م اګست    په برېډي کې ترسره کېږي، همدغه شان  درې نورې لوبې به د اګست په ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۵مه په سټورمونټ، بېلفاسټ کې  کيږي.

ټولې لوبې به د ايرلنډ په ځايي وخت سهار ۱۰:۴۵ بجې شروع کيږي، چې د افغانستان په وخت د ماسپښين ۲:۱۵ بجې او د پاکستان په وخت ۲:۴۵ بجې  جوړيږي.

ايرلنډ د دې  سيريز لپاره د افغانستان پخواني مشر روزونکي جوناتن ټراټ د ۱۴ ورځو لپاره د مشاور په توګه ټاکلى دى. ټراټ د  ۲۰۲۲ کال  نه  تر ۲۰۲۶ کال د فرورۍ پورې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکى(تربيت ورکوونکى) پاتې شوي و.

د ايرلنډ کرکټ اداره وايي، ټراټ به د لوبډلې په  تيارۍ کې مرسته کوي او د وړومبو دوو لوبو په وخت  به هم د ايرلينډ لوبډلې سره موجود وي.

دا سيريز د ايرلنډ لپاره د ۲۰۲۷ کال نړيوال جام( کپ) ته د تياريو يوه  اهمه برخه بلل کېږي، افغانستان ته هم دا پنځه پرله ‌پسې يو ورځنۍ لوبې د لوبغاړو د فارم ښه کولو او د پنځوس اوريز کرکټ لپاره د تيارۍ ښه موقع په لاس ورکوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.