ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره داسې نړیواله نقشه جوړه کړې چې د اسمان په فضا کې د اوبو د بخار د تګ راتګ مهمې لارې په کې ښودل شوې دي. څېړونکي وايي، دا نقشه به د بارانونو، وچکالۍ، سېلابونو او د اقلیم د بدلون د اغېزو په ښه درک کولو کې مرسته وکړي.
دغه څېړنه د امریکا د نېشنل ساینس فاونډېشن د نیشنل سنټر فار اېټموسفېریک رېسرچ د ساینسپوهانو له خوا شوې او پایلې یې په علمي مجله Nature Communications کې خپرې شوې دي.
څېړونکي وايي، د ځمکې له سمندرونو، سیندونو او ځنګلونو څخه پورته کېدونکی د اوبو بخار د بادونو له لارې زرګونه کیلومټره سفر کوي او بیا په نورو سیمو کې د باران او واورې په بڼه رااورېږي. ساینسپوهانو دې تګ راتګ ته د اسمان “د اوبو لویې لارې” یا Water Highways نوم ورکړی دی.
د نوې نقشې له مخې، د نړۍ ځینې مهمې سیمې د همدې هوايي رطوبت پر لارو تکیه لري او که د اقلیم بدلون دا لارې بدلې کړي، نو د بارانونو بڼه، د کرنې حالت او د اوبو سرچینې هم اغېزمنېدای شي.
د څېړنې مشرانو ویلي، دا نقشه به د هوا پېژندنې ادارو، د اوبو د مدیریت ادارو او د اقلیم د بدلون د څېړونکو لپاره مهمه وسیله وي. د دوی په وینا، د دغو لارو په ښه پېژندلو سره به د سختو بارانونو، سېلابونو او اوږدمهاله وچکالیو د اټکل وړتیا نوره هم ښه شي. کارپوهان زیاتوي چې د نړۍ د درجه حرارت (تودوخي) له لوړېدو سره په فضا کې د اوبو بخار هم ډېرېږي، او د همدې له امله د رطوبت دا لارې هم بدلېدای شي. دوی وايي، د نوې نقشې معلومات به د راتلونکو اقلیمي بدلونونو د اغېزو په ارزونه کې مهم رول ولوبوي.