افغان لوبغاړي محمد سرور حسيني د ايشيا جوجيټسو سياليو کښې دوه بهرنيو سيالانو ته ماتې ورکړه

 افغان لوبغاړي محمد سرور حسيني د قزاقستان په کوربتوب د ايشيا د جوجيټسو سياليو کې د وېتنام او کمبوډيا دوه لوبغاړو ته ماتې ورکړې ده.

حسيني د ۶۹ کلو وزن په کېټګورۍ(درجه بندۍ) کې لوبې کوي. هغه د ازبکستان د يو لوبغاړي سره لوبه مساوي کړې ده، خو د قرغزستان د سيال نه يې ماتې خوړلې ده.

بل افغان لوبغاړی مصطفی وکيلي هم د همدې وزن په کېټګورۍ کې سياليو ته  (چمتو)تيار دى او خپلې مقابلې به کوي.

دشنوونکو( تجزيه کارانو) له مخې  د لږو اسانتياوو باوجود، په نړيوالو سياليو کې د افغان لوبغاړو ګډون د هېواد د ځوانانو وړتيا او استعداد ښيي او د افغانستان لپاره يو ښه پرمختګ ګڼل کېږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.