په لومړي ځل په شپږو بالونو شپږې چکې وهونکى لويې کرکټر سرګيري سوبرز مړ شو

د ويسټ انډيز د کرکټ افسانوي لوبغاړي او د نړۍ  د سترو  ال راونډرانو نه يو، سر ګيري سوبرز د ٨٩ کلونو په عمر کې مړ شوى دى.

سر ګيري سوبرز دويسټ انډيز له اړخه ٩٣ ټيسټ ميچونه لوبولي چې پکې داتوو زرو نه زيات رنز يا منډې يې کړي او ٢٣٥  وکټې يې ترلاسه کړي دي.

هغه پخپل فرسټ کلاس کيرير کې ٣٨٣ ميچونه لوبولي او د٢٨و زرو نه زيات رنز يا منډې يې جوړې کړي، هغه دزرو نه زياتې وکټې ترلاسه کړي.

سر ګيري سوبرز دکرکټ دتاريخ هاغه لومړى بيټسمين و چې په يو اوور کې يې شپږ چکې وهلې وې.

دنړيوالې خبري ايجنسۍ  اى اېف پي د راپور له مخې، د هغه د مړينې خبر سره د کرکټ نړۍ  غمژنه شوې  او د بېلابېلو هېوادونو پخوانيو او اوسنيو کرکټرانو او د کرکټ  ادارو هغه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړي دي.

سر ګيري سوبرز د کرکټ په تاريخ کې د هر وخت  د غوره لوبغاړو نه ګڼل کېږي او ډېري شنونکي يې د کرکټ تر ټولو بشپړ ال راونډر بولي.

د انګلينډ پخواني بېټسمېن جيفري باييکاټ  دهغه په مړينه ويلي ، هر چا چې سوبرز د خپلې لوبې په عروج کې ليدلى، هغه به د يو بې‌ساري بېټسمېن، ستر ال راونډر او داسې کرکټر يادونه تل له ځانه سره لري چې په پېړيو کې يو ځل پيدا کېږي، هغه زياته کړې چې سوبرز يواځې لوي لوبغاړي نه، بلکې يو ډېر ښه انسان هم و.

د  ويسټ انډيز کرکټ مشر کشور شيلو  دسوبرز په مړينه  پخپلو تاثراتو کې ويلي سر ګيري سوبرز د بارباډوس داسې وياړلى زوې و چې د خپلې بې‌سارې وړتيا په برکت يې د ويسټ انډيز نوم په ټوله نړۍ کې روښانه کړو.

د هند پخواني بېټسمېن وي وي اېس لکشمن هم  دهغه په مړينه غمرازي څرګنده کړې او ويلي يې دي ، سر ګيري سوبرز د کرکټ يو رښتيني ستوري و، چې د خپلې وړتيا، وقار او د لوبې د سپېځلي روح په وسيله يې د نړۍ د کرکټ مينه ‌وال او لوبغاړي  متاثره کړي. د هغه نوم به تل د کرکټ د تاريخ يوه نه بېلېدونکې برخه وي.

د هند ځوان بېټسمېن ويبهو سورياونشي هم هغه دنسلونو اتلى بللى او ويلي يې دي ، که څه هم هغه ته د سوبرز   د لوبې کولو په حالت کې دليدوموقعه نه ترلاسه شوې خو د خپل پلار نه يې تل د هغه(سوبرز) د عظمت  کيسې اورېدلې دي. هغه  زياته کړې، سر ګيري سوبرز د نسلونو اتل و.

د ناټنګهم شاير کرکټ کلب هم د هغه په مړينه ژور  خفګان څرګند کړى او ويلي يې دي ، سر ګارفيلډ سوبرز د کرکټ د تاريخ تر ټولو ستر ال راونډر او د دغه کلب يو نه هېرېدونکى شخصيت و.

د انګلينډ کرکټ بورډ هم دغمرازۍ پخپل پيغام کې ويلي، سر ګارفيلډ سوبرز د کرکټ د تاريخ له تر ټولو سترو لوبغاړو  نه يو و او د هغه ياد به تل د کرکټ د مينه‌والو په زړونو کې ژوندى پاتې وي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.