امريکا او ايران په ۷مه شپه هم په يو بل بريدونه کړي

د امريکا مرکزي قوماندې (سينټکام) په اېکس پاڼه د جولاي په اتلسمه سهار ليکلي، ځواکونو يېد جولاي په ۱۷مه د شپې په ايران د اوومې پرله پسې شپې بريدونه پاي ته رسولي.

دوي زياته کړې چې د امريکا ځواکونو د ايران د څارنې ځايونه، د پوځي لاجسټکي انفراسټرکچر، د ځمکې لاندې د وسلو زيرمې او سمندري وړتياوې په نښه کړې دي.

سينټکام وايي چې د امريکا ځواکونو د نورو شتمنيو سربيره جنګي الوتکې، هوايي ډرونونه او جنګي کشتۍ هم کارولي.

بلخوا د ايران سرکاري خبري ايجنسۍ ارنا د خپل اېکس پاڼې د لارې د جولاي په اتلسمه ليکلي، د ايران پوځونو په اردن کې د امريکا تاسيسات په نښه کړي.

د ايران د پاسداران انقلاب اسلامي ځواک په اېکس پاڼه د جولاي په اتلسمه سهار يو خبر ورکړى، چې پکې يې ليکلي، ايراني ميزايلونو په سعودي عرب کې د امريکا يوه اډه/بيس په نښه کړى.

د پاسداران انقلاب اسلامي ځواک په اېکس پاڼه دا هم ليکلي، چې ايران به متحده عرب امارات، سعودي عرب، کويت، بحرېن او د قطر په شمول ټول هغه ځايونه په نښه کوي، چرته چې د امريکا زيربناوې/انفراسټرکچر موجود دي.

د ايران يوې بلې خبري ايجنسۍ تسنيم هم د جولاي په اتلسمه سهار خپل يو خبر کې ليکلي، د امريکا بريدونو د ايران د مکران په ساحل کې د سمندري ترېفيک څارنې برج ويجاړ کړى.

خبري ايجنسۍ تسنيم په يو بل خبر کې بيا هغلته د انساني زيانونو معلومات شريک کړي، چې پکې يې ويلي، د امريکا په وروستيو بريدونو کې ۳۸ ايرانيان وژل شوي دي.

تسنيم د ايران د روغتيا د عامه اړيکو او معلوماتو د مرکز د مشر يو بيان جاري کړى چې پکې يې ليکلي، د امريکا په بريدونو کې د زخميانو شميره ۴۰۰ څخه اوښتې.

ياده دې وي چې د امريکا تازه بريدونه هغه وخت شروع شو، چې څو ورځې وړاندې د هرمز تنګي په سمندري لار کې ايران ځينې کاروباري کشتۍ په نښه کړې وې. ايران ويلي وو، دغه کشتيو د ايران نه په دغه اوبو کې د تيريدو اجازت نه و اخيستى.

امريکا بيا ويلي وو، په هرمز تنګي تيريدونکې کشتيو ته د ايران د اجازت ضرورت نشته، او ځواکونو يې د هرمز تنګي ناکه بندي شروع کړې وه.

د امريکا او ايران ترمنځ د سولې او ثبات لپاره تيره مياشت په اسلام اباد کې د خبرو اترو لومړې پړاو شوى و، چې له هغې وروستو د پاکستان په کوربه توب کې په سويټزرلينډ کې د دواړو هېوادونو ترمنځه لوظنامه هم لاس ليک شوې وه.

په هغه لوظنامه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د فريقونو په حيثيت او د پاکستان لومړي وزير/وزيراعظم شهباز شريف د منځه ګړي/ثالت په حيثيت سره دستخطونه کړي وو.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.