پېښور کې د اورلګېدنې په پېښه کې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

د رېسکيو ۱۱۲۲ وياند بلال فيضي په وينا، د پېښور د ښکته تهکال په سيمه کې تېره شپه په يو کور کې اور ولګېد، چې له امله يې يوه ښځه، د هغې خاوند او څلور ماشومان وژل شوي دي۔

د وژل شويو ماشومانو عمرونه له درېيو تر يوولسو کلونو پورې دي، چې پکې دوه نجونې او دوه هلکان شامل دي۔

د بلال فيضي په وينا، سوځېدلی کور د سراج په نوم د يوه ځايي اوسېدونکي و۔

هغه زياته کړه چې د وژل شويو ټولو کسانو مړي په يوه کوټه کې موندل شوي دي۔

د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم او په دې اړه پلټنې روانې دي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.