د امریکا مرکزي قومانده (سینټکام) په خپله اېکس پاڼه د جولای په پنځلسمه سهار لیکلي، دویې د جولای په ۱۴مه د شپې په ۱۰ بجو د ایران پر وړاندې د بریدونو یو اضافي پړاو بشپړ کړ، چې د هرمز تنګي او د ایران ساحلي سیمو ته نږدې لسګونه پوځي اهداف یې په نښه کړل.
دوي زیاته کړې امریکا جنګي الوتکو، ډرونونو او سمندري کشتیو د ۷ ساعتونو په اوږدو کې د ایران د توغندیو او ډرون ځایونو، سمندري وړتیاوو او ساحلي دفاعي سیسټمونو پر وړاندې درانه مهمات پیل کړل ترڅو د ایران د سوداګریزو کښتیو او ملکي عملې ته د ګواښ کولو وړتیا/طاقت نوره هم کمزورې کړي.
بلخوا د جولای په پنځلسمه سهار د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ارنا هم خپلو خبرونو کې د پاسداران انقلاب اسلامي ځواک خبرونه خپاره کړي، چې پکې یې لیکلي، د صاعق (تندر) عملیاتو په اتم پړاو کې، د ایران پوځ په اردن کې د امریکا پر پوستو د ډرون بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده.
دوي زیاته کړې، د نصر ۲ عملیاتو په څلورم پړاو کې د جې کې ایل په نوم د امریکایي ځواکونو لپاره لومړنی لوجسټک مرکز، چې په لویدیځه ایشیا کې دې، به اور کې یې ډوب کړو، او په مکمله توګه یې د کویت هیواد مینه عبدالله ویجاړه کړې ده.
اخوا د امریکا سینټکام خپل خبر کې دا هم لیکلي، د امریکا ځواکونو د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د لیږدونکو یا له هغه څخه د تیریدونکو کشتیو په وړاندې د سمندري محاصرې/ناکه بندۍ بیا شروع کړه.
سینټکام زیاتوي چې اوس مهال د امریکا د سمندري ځواکونو له ۲۰ څخه زیاتې جنګي کشتۍ او سلګونه پوځي الوتکې په منځني ختیځ کې فعالیت کوي.
د امریکا د دغه بریدونو وروستو هغلته په ایران کې د سرکاري نیوز ایجنسۍ ارنا د خبرونو سره سم، قشم ټاپو په ډزو ویشتل شوې، د امریکا نوي توغندي/میزایلونه د ایران په سویلي بندرعباس ته نزدې لګیدلي او د دوي لا زیاته کړې چې ځینی توغندي د هرمزګان د سیرک سره نزدې هم لګیدلي.
ارنا د ایران د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د خلې خبر جاري کړې چې نوموړي پکې ویلي، ایران به په عمل کې د خپلې خاورې له هر انچ څخه دفاع وکړي.