کوهاټ: باران او طوفان یو کور ړنګ کړې، لس کسان مړه، نور ژوبل شوي

تازه شوې خبر:

د رېسکیو ۱۱۲۲ کوهاټ وېاند جواد افریدي میډیا سره د دغه پیښې معلومات شریک کړي چې پکې یې لیکلي، دغه پیښه د لاچۍ تحصیل په مالګین نومې کلې کې رامنځته شوې ده.

وېاند زیاته کړې چې د مالګین دغه کور د جولای په دیارلسمه شپه هغه مهال شوې چې د تیزې سیلۍ او باران د وجې د یو ځایي وسیدونکي کور ړنګ شو.

دوي زیاته کړې چې دغه پیښه کې د اته ؤ زنانه ؤ په شمول لس کسان مړه شوي، او ځینې نور زخمیان شوي.

خبر کې زیاته شوې چې زخمیان یې د علاج په غرض روغتون ته انتقال کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.