د جولای ۱۲ مه دشپې مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ او د قامي اسمبلۍ د مخالفو ډلو مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې د زيارت پېښې پر ضد روان پرلت ته د وينا پر مهال د بلوچستان حکومت او اړوندو چارواکو سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې له ضلعي کمېشنر څخه تر چيف سېکرټر پورې هر هغه څوک چې بې وسلې پوليس يې سيمې ته استولي، د دغې پېښې مسئول دي او پر ضد يې بايد مقدمه ثبت شي.
نوموړي وويل چې د مخالفو ګوندونو ګډه پرېکړه ده چې د بلوچستان اعلا وزير مير سرفراز بګټي حکومت بايد استعفا ورکړي، دهغه په خبره چې دا حکومت د چارو د سمبالولو واک نه لري او بايد واک پرېږدي.
اڅکزي وويل د زيارت په پېښه کې وژل شوي کسان ارزانه نه وو چې په دومره اسانۍ ووژل شي. د هغه په خبره، هغه چارواکي چې پوليس يې بې له وسلو سيمې ته استولي وو، بايد استعفا یې ورکړې وای، او که يې نه ورکوله، نو له نوکریو لرې کړل شوي وای.
هغه تور ولګاوه چې د وژل شويو له جسدونو سره هم غيرانساني چلند شوی نوموړي زياته کړه چې د وژل شويو له جسدونو سره د تېزابو کارولو ادعا هم شوې او د دې هر څه حساب به غوښتل کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وويل چې د بلوچ مشرانو له سلا وروسته به احتجاج نور هم پراخ کړي او اوسنی پرلت به دوام ولري. هغه وړانديز وکړ چې د بلوچستان په هره ضلعه کې دې د ډي سي دفترونو مخې ته هم ورته پرلتونه پيل شي او که د پرلت مشران نېټه وټاکي، نو په ټول پاکستان کې به احتجاجونه وشي.
محمود خان اڅکزي دا هم وويل چې پاکستان بايد د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د خپلو ګاونډيو هېوادونو ګډه غونډه راوبولي. د هغه په خبره، که پر افغانستان د ترهګرۍ تورونه په ثبوت ورسېږي، نو دوی به هم د پاکستان تر څنګ ودرېږي، خو د ګاونډيو هېوادونو خپلواکي او حاکميت ته بايد درناوی وشي.
هغه وويل چې پښتانه ترهګر نه دي، خو د خپل وطن د دفاع توان لري. د هغه په وينا، پر پښتونخوا جګړه تپل شوې او ځينې کړۍ غواړي د سيمې طبيعي زېرمې او معدني شتمنۍ په زور تر خپل واک لاندې راولي.
اڅکزي زیاته کړه چې د پاکستان د ثبات يوازينۍ لار دا ده چې د پښتنو، بلوچو، سندهيانو او سرايکيانو حقونو، وسايلو او طبيعي زېرمو ته درناوی وشي. نوموړي ټينګار وکړ چې پوځ او نورې ادارې بايد د اساسي قانون په چوکاټ کې خپلې دندې ترسره کړي، په سياست او ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي او ولس ته اجازه ورکړل شي چې د خپلې خوښې استازي وټاکي.

هغه زياته کړه چې دوی به وسله واله لار نه خپلوي، خو د روانو ظلمونو پر ضد به منظمه ولسي مبارزه کوي. د هغه په وينا، دا د خبرو نه، بلکې د عملي اقدام وخت دی او خلک بايد د ظلم پر ضد خپل صفونه منظم کړي.
محمود خان اڅکزي دا هم وويل چې په هغو سيمو کې چې معدني زېرمې راايستل کېږي، بايد د سيمې له خلکو سره سلا وشي او د دغو شتمنيو يوه برخه ورته ځانګړې شي.
هغه خبرداری ورکړ چې که دا ډول تګلاره دوام وکړي، نو مرمۍ به ختمې شي، خو د ظلم پر ضد ولاړ ځوانان به ختم نه شي.
د جولای پر ۱۲ مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، پاکستان تحریک انصاف ګوند او ګڼو نورو سیاسي ګوندونو د زیارت د کڅ سیمې پېښي پر ضد په کوټه کې ناست احتجاجي پرلت په ملاتر د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو سیمو کې ا او له حکومته یې د قضایي کمېسیون او امن ورکولو غوښتنه کړې.
د زیارت کڅ سیمې د پېښي پر ضد په کوټه روان پر په ملاتر د کوټې د وکیلانو اتحادیو ( پاکستان بار کونسل او بلوچستان بار کونسل) د جولای ۱۳ مه په کوټه کې احتجاجي لاریون اعلان کړی.
یاده دي وي چې د جولای پر ۶ مه وسلوالو د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۶۰ کیلومیټره د زیارت ضلعې کڅ سیمه کې د پولیسو پوستې (حوزې) په مانګي ډېم پروژه کې د امنیت لپاره ګومارل شوو پولیس سرتېرو برید کړی و د حکومت په خبره چې وسلوالو ۹ پولیس سرتېري وژلي او ګڼ یې تښتولي و حکومت دا هم ویلې و چې د عملیاتو مهال یې۱۵ وسلوال هم وژل شوي و.
د تښتول شوو پولیسو سرتېرو په ګډون ۲۱ مړي د جولای پر ۸ مه د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۲۰ کلیومیټره منګله کې ومندل شول چې له هغه ورسته کوټې دولتي روغتون ته ولېږدول شول، څه مړې د احتجاج په توګه د کوټې کویله پاټک باندې د احتجاج په توکه د هغوی خپلوانو کښېښول او پرلت یې پېل کړ چې لا دوام لري.
پرلتوال له حکومته د انصاف او امن ورکولو او دپېښي د قضایی کمېسیون( جوډیشل کمیشن)جوړولو غوښتنه کوي.
حکومت ویلي چې د زیارت د کڅ سیمې د پېښي پر ضد په عملیاتو کې ۱۵ وسلوال هم وژلي دي.
جولای پر ۵ مه د وسلوالو لخوا د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۲۵ کیلو مټره هنه وړک ببری کلي باندې بريد کړی و چې د یادې سیمې دخلګو په وینا چې د وسلوالو د ببري کلي ۴ کسان وژلي، ۸ کسان یې ژوبل کړي او ۱۱ کسان یې تښتولي، چې پر ضد یې د وژل شوو خپلوانو او سیاسي ګوندونو د کوټې عسکري پارک چاوڼۍ سره نژدې پرلت وهلی و.

د جولای پر ۹ مه د بلوچستان د حکومت د کورنيو چارو سلاکار بابر يوسفزی د شپې ناوخته په خپل بیان کې ويلي چې هغه ټول کسان چې د کوټې د هنه اوړک سيمې د کلي ببری څخه تښتول شوي وو، په خوندي ډول راخوشې کړل شوي دي.
د تښتول شو کسانو د راخوشي کېدو ورسته د هنه وړک سیمې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو ورسته پرلت ختم کړل شو
د جولای پر ۱۱مه د شپې مهال د زيارت پېښې د قربانيانو د کورنيو، د پرلت کمېټې او حکومتي پلاوي ترمنځ خبرې تر ناوخته شپې پورې روانې وې، چې په ترڅ کې يې لومړنی پرمختګ شوی او حکومت د پېښې د څېړنې لپاره د قضايي کمېسيون (جوډیشل کمیشن)د جوړولو ډاډ ورکړی دی.
د حکومتي پلاوي مشري د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا الله لانګو او د روغتيا وزير بخت محمد کاکړ کوله.
په پلاوي کې سناتور( سنېټر) منظور احمد کاکړ، بلال کاکړ، د کوټې کمېشنر شهزيب خان او نور چارواکي هم شامل وو.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو وويل، حکومت د زيارت پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ولاړ دی او د هغوی غوښتنو ته د رسېدو لپاره جدي دی. نوموړي زياته کړه، حکومت د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر هواري باور لري او د ترهګرۍ پر ضد د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې عمليات هم روان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای ایس پي ار) مشر لېفټننټ جنرال احم شریف چودري د جولای پر ۸ مه راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جولای له پنځمې نېټې راهبسې په بلوچستان کې د وسلوالو بریدونو او ورپسې عملیاتو کې ۴ ملکي وګړي ۲۷ پولیس سرتېري او ۱۱ پوځیان وژل شوي دي د هغه په خبره چې ۵۴ وسلوال هم وژل شوي.
د جولای پر ۱۱ مه د امنيتي سرچينو په خبره، د کوټې ختیځ لور ته غریزه سیمه شعبان کې په وروستيو عملياتو کې يې ۵ نور وسلوال وژل شوي دي.
سرچينې وايي، د عمليات شعبان په ترڅ کې د وژل شويو وسلوالو ټول شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی.
د امنيتي سرچينو په وينا، د جولای له ۵مې نېټې راهيسې په عمليات شعبان او نورو استخباراتي عملياتو کې ټول ۹۵ وسلوال وژل شوي دي.
امنيتي سرچينې وايي، د بلوچستان شعبان کې به عمليات تر هغه دوام ولري چې وروستی وسلوال هم له منځه يووړل شي.