ملاکنډ ډويژن کې د ټېکسونو پر ضد د سياسي ګوندونو احتجاجونه او غونډې پېل

د مرکزي حکومت له خوا په ملاکنډ ډويژن کې د ټېکسونو معافيت(استثنا) د ۲۰۲۶م کال د جولای له لومړۍ نېټې پای ته رسېدلی، چې له هغې وروسته په سيمه کې بېلابېلو سياسي ګوندونو د ټېکسونو پر ضد احتجاجونه، غونډې او جرګې پېل کړې دي.

د جولای په ۱۲مه د پاکستان مسلم ليګ (ن) د خيبرپښتونخوا صوبايي مشر او وفاقي وزير امير مقام په سنګوټه کې د ملاکنډ ډويژن د ګوند مشرانو يوې لويې غونډې ته وويل، د ملاکنډ ډويژن ځانګړی آئيني حيثيت د ۲۵م آئيني بدلون له امله په ۲۰۱۸م کال کې پای ته ورسېد. د هغه په وينا، له دې بدلون سره پخوانۍ قبايلي سيمې هم په بندوبستي نظام کې شاملې شوې او وفاقي حکومت د نوو ضلعو لپاره د اربونو روپو پرمختيايي پروژو اعلان وکړ.

امير مقام وويل، وفاقي حکومت د ملاکنډ ډويژن او پخوانيو قبايلي ضلعو لپاره د پنځو کلونو د ټېکس معافيت منظوري هم ورکړې وه، چې موده يې په ۲۰۲۳م کال کې بشپړه شوه، خو مسلم ليګ (ن) هر کال دغه رعايت نور هم غځاوه. هغه زياته کړه چې ملاکنډ ډويژن د ترهګرۍ، سېلابونو او زلزلو له امله ډېر زيانمن شوی او اوس هم پکې امنيتي ګواښونه شته، نو ځکه دوی هڅه کوي چې پر دې سيمه لګېدلي ټول، که مرکزي وي او که صوبايي، ټېکسونه ختم شي.

تر دې وړاندې د سوات، شانګلې، بونېر، بر دير، کوز دير او ملاکنډ ضلعو د مسلم ليګ (ن) مشرانو هم خپلو ويناوو کې په ملاکنډ ډويژن کې د ټېکسونو لګولو سخت مخالفت کړی دی.

بلخوا د جولای په ۱۱مه د کوز دير په چکدره کې د پاکستان پيپلز پارټۍ په بلنه جوړ شوي آل پارټيز کانفرنس ته د خیبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي هم وويل چې په ملاکنډ ډويژن او پخوانيو قبايلي سيمو کې د ټېکسونو لګول د خلکو له اقتصادي حالاتو سره مناسب نه دي. هغه وويل، که د خیبرپښتونخوا اعلا وزير په دې مسئله کې مخکښ رول واخلي، نو دی به هم ورسره ولاړ وي او له وفاقي حکومت څخه به د ټېکسونو ختمولو غوښتنه کوي. د هغه په وينا، ملاکنډ ډويژن او پخوانۍ قبايلي سيمې لا هم وروسته پاتې دي او پر دغو سيمو د نويو ټېکسونو لګول د خلکو لپاره اضافي بوج دی.

همدارنګه د جولای په ۱۱مه د باجوړ په يوه غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ميا افتخار حسين د ګوند د پخواني مشر مولانا خانزېب د تلين دستورې ته وويل، عوامي نېشنل ګوند به په ملاکنډ ډويژن کې د ټېکسونو پر ضد لويه ولسي جلسه او احتجاجي تحريک پيل کړي.

له دې وړاندې د جولای په پنځمه په مينګوره کې هم د سوداګرو، سياسي ګوندونو او مدني فعالانو له خوا د ټېکسونو پر ضد لويه احتجاجي مظاهره شوې وه. په دې احتجاج کې د سوات د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکيم وويل، که اړتيا پېښه شي، نو د ټېکسونو پر ضد به له خپلې څوکۍ هم استعفا ورکړي او د صوبايي حکومت له لارې به له وفاقه د ټېکسونو ختمولو غوښتنه کوي.

په سوات کې د خیبر ټي وي بيورو چيف عدنان باچا مشال ډيجېټل ته وويل، له وړاندې څرګنده وه چې د جون له پای وروسته به د ملاکنډ ډويژن د ټېکس معافيت موده ختمېږي، خو اوس سياسي ګوندونه دا موضوع د خپل سياسي دريځ او ګټو لپاره کاروي. د هغه په وينا، که سياسي مشران په رښتيا د ټېکسونو ختمولو ته ژمن وای، نو بايد تر دې وړاندې يې هم په دې اړه غږ پورته کړی وای.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.