د زیارت کڅ پېښې پر ضد په بلوچستان کې احتجاجونه شوي

د زیارت کڅ پېښې پر ضد په کوټه کې د روان پرلت په ملاتړ د جولای پر ۱۲ مه پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، پاکستان تحريک انصاف او نورو ګڼو سیاسي ګوندونو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړې. په پښین کې احتجاج کوونکو د زیارت کڅ سیمه کې د وژل شوو پولیس سرتېرو د پېښې د پلټنې لپاره د قضایي کمېسیون( جوډیشل کمیشن) د جوړېدو، په بلوچستان کې د امن د ټینګښت، د وژل شوو سرتېرو د ماشومانو لپاره په لوړو تعلیمي ادارو کې د زده کړو د اسانتیاوو او د لیویز ځواک د بېرته فعالولو غوښتنه وکړه. لیویز ځواک د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې د حکومت له لوري په پولیسو کې ګډ( ضم) کړل شوي و.

یاده دي وي چې د جولای پر ۶ مه وسلوالو د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۶۰ کیلومیټره د زیارت ضلعې کڅ سیمه کې د پولیسو پوستې (حوزې) په مانګي ډېم پروژه کې د امنیت لپاره ګومارل شوو پولیس سرتېرو برید کړی و د حکومت په خبره چې وسلوالو ۹ پولیس سرتېري وژلي او ګڼ یې تښتولي و حکومت دا هم ویلې و چې د عملیاتو مهال یې۱۵ وسلوال هم وژل شوي و.
د تښتول شوو ۲۱ پولیس سرتېري مړي د جولای پر ۸ مه د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۲۰ کلیومیټره منګله کې ومندل شول چې له هغه ورسته کوټې دولتي روغتون ته ولېږدول شول، څه مړې د احتجاج په توګه د کوټې کویله پاټک باندې د احتجاج په توکه د هغوی خپلوانو کښېښول او پرلت یې پېل کړ چې لا دوام لري.

Protest in Balochistan

پرلتوال له حکومته د انصاف او امن ورکولو غوښتنه کوي.
حکومت ویلي چې د زیارت د کڅ سیمې د پېښي پر ضد په عملیاتو کې ۱۵ وسلوال هم وژلي دي.

جولای پر ۵ مه د وسلوالو لخوا د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۲۵ کیلو مټره هنه وړک ببری کلي باندې بريد کړی و چې د یادې سیمې دخلګو په وینا چې د وسلوالو د ببري کلي ۴ کسان وژلي، ۸ کسان یې ژوبل کړي او ۱۱ کسان یې تښتولي، چې پر ضد یې د وژل شوو خپلوانو او سیاسي ګوندونو د کوټې عسکري پارک چاوڼۍ سره نژدې پرلت وهلی و.

د جولای پر ۹ مه د بلوچستان د حکومت د کورنيو چارو سلاکار بابر يوسفزی د شپې ناوخته په خپل بیان کې ويلي چې هغه ټول کسان چې د کوټې د هنه اوړک سيمې د کلي ببری څخه تښتول شوي وو، په خوندي ډول راخوشې کړل شوي دي.
د تښتول شو کسانو د راخوشي کېدو ورسته د هنه وړک سیمې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو ورسته پرلت ختم کړل شو

د جولای پر ۱۱مه د شپې مهال د زيارت پېښې د قربانيانو د کورنيو، د پرلت کمېټې او حکومتي پلاوي ترمنځ خبرې تر ناوخته شپې پورې روانې وې، چې په ترڅ کې يې لومړنی پرمختګ شوی او حکومت د پېښې د څېړنې لپاره د قضايي کمېسيون (جوډیشل کمیشن)د جوړولو ډاډ ورکړی دی.

د حکومتي پلاوي مشري د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا الله لانګو او د روغتيا وزير بخت محمد کاکړ کوله.
په پلاوي کې سناتور( سنېټر) منظور احمد کاکړ، بلال کاکړ، د کوټې کمېشنر شهزيب خان او نور چارواکي هم شامل وو.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو وويل، حکومت د زيارت پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ولاړ دی او د هغوی غوښتنو ته د رسېدو لپاره جدي دی. نوموړي زياته کړه، حکومت د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر هواري باور لري او د ترهګرۍ پر ضد د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې عمليات هم روان دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای ایس پي ار) مشر لېفټننټ جنرال احم شریف چودري د جولای پر ۸ مه راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جولای له پنځمې نېټې راهبسې په بلوچستان کې د وسلوالو بریدونو او ورپسې عملیاتو کې ۴ ملکي وګړي ۲۷ پولیس سرتېري او ۱۱ پوځیان وژل شوي دي د هغه په خبره چې ۵۴ وسلوال هم وژل شوي.

د جولای پر ۱۱ مه د امنيتي سرچينو په خبره، د کوټې ختیځ لور ته غریزه سیمه شعبان کې په وروستيو عملياتو کې يې ۵ نور وسلوال وژل شوي دي.
سرچينې وايي، د عمليات شعبان په ترڅ کې د وژل شويو وسلوالو ټول شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی.
د امنيتي سرچينو په وينا، د جولای له ۵مې نېټې راهيسې په عمليات شعبان او نورو استخباراتي عملياتو کې ټول ۹۵ وسلوال وژل شوي دي.
امنيتي سرچينې وايي، په بلوچستان کې به عمليات شعبان تر هغه دوام ولري چې وروستی وسلوال هم له منځه يووړل شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.