د قطر پخوانی واکمن او د هغه هيواد اوسني امير پلار شيخ حمد بن خليفه نن (په ۱۲مه جولايي) د ۷۴ کلونو په عمر ومړ ۔
د قطر د امیري دیوان لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د شیخ حمد بن خلیفه الثاني مړینه تایید شوې ده ۔
په اعلاميه کې ويل شوي دي:
"د الله تعالی په رضا په بشپړ باور سره، امیري دیوان د ملت د لوی زیان په اړه خپله ژوره خواشیني او غمجني څرګندوي"
شیخ حمد بن خلیفه الثاني له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د قطر امیر و ۔ د هغه د واکمنۍ پر مهال، قطر د پام وړ اقتصادي، ډیپلوماتیک او نړیوال پرمختګ ترلاسه کړ ۔
هغه په ۲۰۱۳ کال کې خپل زوی او اوسني امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني ته واک وسپاره ۔
د پاکستان وزير اعظم (لومړي وزیر) شهباز شریف د قطر د پخواني امیر په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي يې دي چې شیخ حمد بن خلیفه الثاني یو لوی مشر و ۔
شهباز په يو بيان کي ويلي دي چې د شیخ حمد حکمت او بصیرت قطر په یو عصري او سوکاله هیواد بدل کړ۔ هغه د خلکو د هوساینې، سیمه ایزې سولې او پرمختګ لپاره ارزښتناکه خدمتونه ترسره کړل ۔
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د شیخ حمد بن خلیفه الثاني په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي يې دي چې شیخ حمد بن خلیفه د قطر او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو په وده کې مهم رول لوبولی او د سیمه ییزې سولې لپاره به د هغه خدمات تل په یاد وساتل شي ۔
د نورو هيوادونو مشرانو او د بهرنيو چارو وزيرانو هم د قطر د پخواني امير په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده ۔