په بلوچستان کې د وژل شوو پولیسو د کورنيو او سیاسي ګوندونو سره د حکومت خبرې شوي

د زيارت پېښې د قربانيانو د کورنيو، د پرلت کمېټې او حکومتي پلاوي ترمينځ خبرې تر ناوخته شپې پورې روانې وې، چې په ترڅ کې يې لومړنی پرمختګ شوی او حکومت د پېښې د څېړنې لپاره د قضايي کمېسيون (جوډیشل کمیشن) د جوړولو ډاډ ورکړی دی ۔

د حکومتي پلاوي مشري د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا الله لانګو او د روغتيا وزير بخت محمد کاکړ کوله ۔

  په پلاوي کې سناتور منظور احمد کاکړ، بلال کاکړ، د کوټې کمېشنر شهزيب خان او نور چارواکي هم شامل وو ۔

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو وويل، حکومت د زيارت پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ولاړ دی او د هغوی غوښتنو ته د رسېدو لپاره جدي دی ۔ نوموړي زياته کړه چې حکومت د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر هواري باور لري او د ترهګرۍ پر ضد د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې عمليات هم روان دي ۔

د روغتيا وزير بخت محمد کاکړ وويل، حکومتي کمېټه بشپړ واک لري او د پرلت ګډونوالو ته د پلاوي ورتګ د حکومت د جديت څرګندونه کوي. هغه زياته کړه چې د صوبې د امن او ثبات د ټينګښت لپاره ګډو هڅو ته اړتيا ده ۔

په خبرو کې د ټولو سیاسي ګوندونو له لوري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رحيم زيارتوال ، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند لخوا نصرالله زېری ، د عوامي نېشنل ګوند لخوا اصغر خان اڅکزی او د نورو ګڼو سیاسي ګوندونو غړو اغا حسن، ډاکټر اسحاق، عبدالمتين اخوندزاده، دلاور خان ګډون درلود ۔

د پرلت مشران په کوټه شهباز ټاون سیمه کې پر خپلو راتلونکو ګامونو سلا مشورې کوي ۔ د قربانيانو د کورنيو له مشورو او حکومت ته د خپلو غوښتنو له سپارلو وروسته، حکومتي پلاوي او سياسي مشرانو د خپلو خپلمنځي مشورو لپاره نور وخت غوښتی دی ۔

د حکومتي پلاوي او پرلتوالو د کمیټي د غړو تر مينځ خبرې اترې تر هغه ورسته شوي چې د جولای پر ۱۱ مه د شپې ناوخته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو په مشري کې پلاوی زیارت کې وژل شوو پولیس سرتېرو پر ضد په کوټه کې کویله پاټک سره روان پرلت ته ورغلي و ۔

بلخوا د کوټې کویله پاټک سیمه کې د جولای پر ۶ مه په زیارت کڅ کې د وسلوالو په برید کې وژل شوو پولیس سرتېرو پر ضد پرلت روان دی چې د جولای پر ۸ مه پېل شوی دی ۔

یاده دې وي چې د جولای پر ۶ مه وسلوالو د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۶۰ کیلومیټره د زیارت ضلعې کڅ سیمه کې د پولیسو پوستې (حوزې) په مانګي ډېم پروژه کې د امنیت لپاره ګومارل شوو پولیس سرتېرو برید کړی و،  د حکومت په وينا، وسلوالو ۹ پولیس سرتېري وژلي او ګڼ یې تښتولي وو حکومت دا هم ویلې وو چې د عملیاتو مهال یې۱۵ وسلوال هم وژل شوي وو ۔

د تښتول شوو ۲۱ پولیس سرتېرو مړي د جولای پر ۸ مه د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۲۰ کلیومیټره منګله کې وموندل شول چې له هغه ورسته کوټې دولتي روغتون ته ولېږدول شول، څه مړي د احتجاج په توګه د کوټې کویله پاټک باندې د هغوی خپلوانو کښېښول او پرلت یې پېل کړ چې لا دوام لري ۔

 بلخوا ګڼو سیاسي ګوندونو نن د جولای ۱۲ مه د پرلتوالو سره د یوالي او د زیارت کڅ سیمې پر ضد د بلوچستان په ګڼو سیمو کې احتجاجونه اعلان کړي دي ۔

پرلتوال له حکومته د انصاف او امن ورکولو غوښتنه کوي ۔

حکومت ویلي دي چې د زیارت د کڅ سیمې د پېښي پر ضد په عملیاتو کې ۱۵ وسلوال هم وژلي دي ۔

د جولای پر ۵ مه د وسلوالو د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۲۵ کیلو مټره هنه وړک ببری کلي باندې  بريد کړی و چې د یادې سیمې دخلکو په وینا ، وسلوالو د ببري کلي ۴ کسان وژلي، ۸ کسان یې ژوبل کړي او ۱۱ کسان یې تښتولي وو، چې پر ضد یې د وژل شوو خپلوانو او سیاسي ګوندونو د کوټې عسکري پارک چاوڼۍ سره نژدې پرلت وهلی و ۔

د جولای پر ۹ مه د بلوچستان د حکومت د کورنيو چارو سلاکار بابر يوسفزی د شپې ناوخته په خپل بیان کې ويلي وو چې هغه ټول کسان چې د کوټې د هنه اوړک سيمې د کلي ببری څخه تښتول شوي وو، په خوندي ډول راخوشې کړل شوي دي ۔

 د تښتول شوو کسانو د راخوشي کېدو ورسته د هنه وړک سیمې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو ورسته پرلت ختم کړل شو ۔

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای ایس پي ار) مشر لېفټننټ جنرال احم شریف چودري د جولای پر ۸ مه راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جولای له پنځمې نېټې راهيسې په بلوچستان کې د وسلوالو بریدونو او ورپسې عملیاتو کې ۴ ملکي وګړي ۲۷ پولیس سرتېري او ۱۱ پوځیان وژل شوي دي  د هغه په خبره ۵۴ وسلوال هم وژل شوي دي ۔

د جولای پر ۱۱ مه د امنيتي سرچينو په خبره، د کوټې ختیځ لور ته غریزه سیمه شعبان کې په وروستيو عملياتو کې ۵ نور وسلوال وژل شوي دي ۔

سرچينې وايي، د عمليات شعبان په ترڅ کې د وژل شويو وسلوالو ټول شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی ۔

د امنيتي سرچينو په وينا، د جولای له ۵مې نېټې راهيسې په عمليات شعبان او نورو استخباراتي عملياتو کې ټول ۹۵ وسلوال وژل شوي دي ۔

امنيتي سرچينې وايي، په بلوچستان کې به عمليات شعبان  تر هغه دوام ولري چې وروستی وسلوال هم له مينځه يووړل شي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.