نن د جولای پر ۱۰مه د خوست د رحمت ولي مسرور د کرکټ په ملي لوبغالي کې افغان ایلېون لوبډلې د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په شل اوریزه لوبه کې د ۱۹۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
.د لوبې پچه( ټاس) ازبکستانۍ لوبډلې وګتله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په دې سیالۍ کې افغان ایلېون لوبډلې په زړه پورې توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته ۳۲۳ منډو هدف وټاکه.
په لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه حسن عیسی خېل ۱۲۰، عمران میر ۷۴، فیصل خان شینوزاده ۳۱ او نورالرحمان ۲۹ منډې جوړې کړې.
د ازبکستان کرکټ ملي ټیم لوبډلېمشر اسد بېک موسايوف رسنیو ته وویل، چې د خوست خلکو دوی ته په دې لوبه کې زياته مينه ورکړه او د دوی ټول ملګري د دې ځای د خلکو او ځوانانو له غوره کوربه توب خوشاله دي.
نوموړي په ورته وخت کې افغان کرکټ بورډ وستایه، چې د شوي تړون له مخې يې دوی ته په خوست کې افغان لوبډلې سره د یوې دوستانه لوبې زمينه برابره کړه.

په ورته توګه یو تن خوستی فعال طالب منګل وايي، په دې لوبې سره په خوست کې د هېواد د کرکټ یو نوی او تاریخي باب ولیکل شو.
د ده په وینا د افغان ایلېون او ازبکستان ملي لوبډلې ترمنځ دوستانه شل اوریزه سیالي واقعا یوه دوستانه فضا رامنځته کړې وه.
نوموړي زیاته کړه: ”دا د خوست د کوربتوب او د دواړو هېوادونو د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا ښکلی پیغام دی، په لوبغالي کې د ننداره کونکو برخورد ډېر د ستایلو وړ دی او دا چې یاده لوبه په غوره توګه تر سره او ونمانځل شوه ټولو ته دې مبارک وي. “
همداشان د افغان ایلېون لوبډلې لوبډلمشر عمران میر ورغونډو رسنیو ته وویل، سره له دې چې دوی د شاپور ځدراڼ مړینې متاثره کړي، خو بیا يې هم دوی وتوانیدل، چې د ازبکستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره ښه لوبه وکړي.
نوموړي زیاته کړه: ”تاسو پوهیږئ چې شاپور ځدراڼ وفات شو، زموږ په ګډون ټول افغانان ورباندې خفه دي او موږ هم له دې حالته متاثره یو، خو دا بیا د ازبکستان د لوبډلې لپاره ډېره لویه خبره ده چې راشي او افغانانو سره مېچ وکړي او زموږ د هلکانو لپاره هم ښه خبره ده، ځکه شپږیزې ته يې تیاری ډېر شو.“

افغان ایلېون لوبډلې له ښې او چټکې توپوهنې وروسته په توپ اچونه کې هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه نصیرخان معروف خېل، عمران میر او وفادار مومند دوه، دوه او فریدون داودزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.
حسن عیسی خېل د خپلې سلیزې او غوره کاردکردګۍ له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
یاده دوستانه سیالي د افغانستان د کرکټ بورډ او د ازبکستان د کرکټ فدراسیون تر منځ د کرکټ د پراختیا او ملاتړ د تفاهم لیک له مخې ترسره شوه، چې د تېر کال په وروستیو کې د دواړو ادارو تر منځ لاسلیک شوی وو.
د لوبې له پای وروسته د افغانستان د شل اوریزې ملي لوبډلې لوبډلمشر او پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ د ازبکستانۍ لوبډلې ډرېسنګ روم ته ورغی، د هغوی د لوبې ستاینه یې وکړه.
نوموړي هیله وښوده، چې ازبکستانۍ لوبډله به په راتلونکې کې هم افغانستان ته سفرونه ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د کرکټ په برخه کې همکاري او د تجربو شریکول لا ډېر شي.