د کرک ضلعې پولیسو ادعا کړې ده چې د وسلوالو پر ضد عملیاتو کې یې د “زاهد ډلې” څلور وسلوال وژلي دي ۔
د کرک پولیسو ویاند شوکت علي رسنیو ته ليږلې یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د جولایي پر ۱۰مه نېټه سهار وختي د یادې ضلعې پولیسو د کوهاټ ضلعې پولې سره نزدې خټک ډیم سیمه کې د اسخباراتي معلوماتو په بنسټ د وسلوالو په ضد عملیات پیل کړل ۔
د ویاند د بيان تر مخه ، دا مهال وسلوالو د پولیسو په ډلې ډزې وکړې او په ځوابي ډزو کې د زاهد وسلوالې ډلې څلور کسان ووژل شول ۔
پولیس وایي د یادې ډلې وسلوال د اېس اېچ او عمر نواز، انسپکټر طاهر نواز، ډي ایس پي اسد محمود او د انسپکټر انارګل د وژنې پشمول په پولیسو په بریدونو کې ککړ وو ۔
پولیس وایی د وژل شوي وسلوالو د پېژندنې هڅې رواني دي ۔
بلخوا کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي ۔
د یادونې وړ ده چې کرک ضلع کې ددې نه وړاندې هم په بیلا بیلو پېښو کې وسلوال او د پولیسو سرتېري وژل شوي او ځایي خلکو وار په وار د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه هم کړي دي ۔