کراچۍ کې عدالت د یو خبریال په وژنه کې تورن کس ته دوه ځله د اعدام سزا واوروله

د سېند صوبی د کراچۍ ښار یو ضلعي  عدالت دجولای په ۹مه د ټلوېزن اینکر مرید عباس او د هغه د ملګري خضر حیات د یو صحافي د وژنې تورعاطف زمان ته دوه ځله د اعدام سزا اورولې ده.

عدالت کې په ملزم عاطف زمان ثابته شوه چې هغه ۷ کاله وړاندې مرید عباس او د هغه یو بل ملګرې وژلي وو.

د کراچۍ جنوبی ضلعې او سیشن عدالت د جولای په نهمه دغه پرېکړه د جوډیشل کمپلېکس زندان کې واوروله.

عدالت د ثبوتونو له وړاندې کېدو  وروسته عاطف زمان د دواړو کسانو په وژنه کې تورن وباله او د هر وژل شوي کس په بدل کې یې ورته جلا جلا د اعدام سزا واوروله.

عدالت په خپل امر کې دا هم ویلي چې عاطف زمان به د دواړو وژل شویو کسانو وارثانو ته د تاوان په توګه پنځه، پنځه لاکهه روپۍ هم ورکوي.

د دې سره عدالت  عاطف زمان ته د غیر قانوني وسلې ساتلو په جرم اووه کاله بند او پنځوس زره روپۍ جرمانې سزا هم هم واوروله.

بلخوا، د دې قضیې بل تورن عادل زمان لا هم مفرور دی. عدلت د هغه د نیولو دایمي امرونه (وارنټونه) جاري کړي او اړوندو ادارو ته یې امر کړې چې د هغه پر ضد قانوني بهیر دوامداره وساتي.

د عدالتي اسنادو له مخې، عادل زمان وروسته له هغې وتښتېد چې سپریم کورټ کې یې د ضمانت غوښتنه رد شوی وه، او له هغې وروسته عدالت هغه اشتہاري ګرځولی و.

یاده دې وي چې دشخصي ټلوېزن اینکر مرید عباس او د هغه ملګری خضر حیات د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۹مه په کراچۍ کې په ډزو وژل شوي وو. د دغې پېښې له اووه کاله عدالتي اورېدنې وروسته، یاده عدلت  اوس خپل وروستی فېصله واوروله. د عدالتي پرېکړې له مخې، د ټلوېژن اینکر مرید عباس وژنه د سوداګریزو مالي راکړو ورکړو پر سر د پیسو د شخړې له امله شوې وه، او تورن عاطف زمان نوموړی د همدې لانجې له کبله وژلی و.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.