د بلوچستان نېشنل ګوند (مينګل) مشر سردار اختر مینګل د قامي اسمبلۍ د غړي په توګه ترلاسه کړې ټولې تنخواوې او امتیازات بېرته سرکاري خزانې ته سپارلي دي.
نوموړي د ۷۸ لکه، ۹۲ زره او ۷۲۵ روپیو چیک د قامي اسمبلۍ سېکرټرېټ ته سپارلی او د جولای پر ۹ مه یې په یوه لیک کې یې غوښتنه کړې چې د ده په پارلماني بانکي حساب کې موجوده ټوله پیسه دې سرکاري خزانې ته ولېږدول شي.
سردار اختر مینګل ویلي چې دا پیسې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له درېیمې څخه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر ۱۱مې پورې د ده تنخواوې او الاؤنسونه دي. هغه زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له استعفا وروسته یې له خپل پارلماني بانکي حساب څخه نه تنخوا او نه هم کوم الاؤنس ایستلی دی.
اختر مینګل په خپل لیک کې ویلي چې د عامه خدمت په برخه کې د امانتدارۍ او حساب ورکونې اصولو ته ژمن دی او همدې اصل ته په کتو یې دا ټولې پیسې بېرته دولت ته سپارلې دي.
د یادونې ده چې سردار اختر مینګل د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر درېیمه د بلوچستان د ستونزو په اړه د پارلمان د چلند پر ضد د احتجاج په توګه د خضدار د NA-256 حلقې څخه استعفا ورکړې وه. د هغه استعفا د قامي اسمبلۍ سپیکر د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۱۱مه په رسمي ډول منظوره کړې وه.