بنو کې پر اته کلن ماشوم د ادعا شوي ډله‌ییز جنسي تېري په قضیه کې دوه مشکوک کسان نیول شوي

د خیبر پښتونخوا د بنو ښار پوليسو ويلي، د اته کلن ماشوم سره د ادعا شوي ډله‌ييز جنسي تېري په قضيه کې يې دوه مشکوک کسان نيولي او د نورو د نيولو لپاره عمليات روان دي.

د بنو پوليسو د بيان له مخې، د ماشوم کورنۍ پوليسو ته ويلي چې ماشوم يې د کور د اړتيا وړ توکو د اخيستلو لپاره بېکرۍ ته لېږلی و، خو په لاره کې څو کسانو يوې بالاخانې ته بېولی او پرې يې جنسي تېری کړی دی.

د پوليسو په وينا، د پېښې له ثبتېدو وروسته د بنو د پوليسو مشر کېپټن (ر) محمد فرقان بلال د پلټنو لپاره ځانګړې ډله وګومارله. پوليسو په خبره چې د پلټنو په ترڅ کې يې دوه مشکوک کسان نيولي دي.

پوليس زياتوي چې د دې قضيې د نورو شپږو مطلوبو کسانو د نيولو لپاره هم په بېلابېلو سيمو کې چاپې روانې دي.

د بنو د پوليسو مشر ويلي، د ماشومانو او نورو وګړو د خونديتوب لپاره به د ورته قضيو پلټنې په جدي ډول روانې ساتي او له قانون سره سم به د هر ښکېل کس پر ضد اقدام کوي. او ورسره به د قانون له مخې بې توپیره سخت چلند وشي.
د دې پېښې په اړه د نيول شويو کسانو دريځ تر اوسه مخې ته نه دی .

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.