په بلوچستان کې د تښتول شوو پوليسو مړي موندل شوي دي

د بلوچستان د پښتون مېشتې زیارت کڅ سیمې څخه تښتول شوو پولیس سرتېري وژل شوي دي  ۔

د جولای په ۸مه د هغه ۲۱ پولیس سرتېرو مړي د کوټې شمال ختیځ ته د منګلې په سیمه کې وموندل شول چې د بلوچستان صوبې (ايالت) د پښتون ميشتې سيمې زيارت کڅ څخه ولسوالو د جولايي په ۶مه نيټه تښتولي وو۔

د زرندې سیمې یو اوسېدونکی، علاوالدین، چې د پېښې د ځای عیني شاهد دی، وایي دوی منګلې ته ورغلل او هلته یې د پولیسو مړي پراته ولیدل ۔ د هغه په وینا، ۲۱ مړي یې په درې پیک‌اپ موټرو کې واچول او کوټې ته یې ولېږدول ۔

علاوالدین مشال ډيجيټل ته وويل چې په سیمه کې موجودو اتو وسلوالو دغه مړي دوی ته وسپارل ۔ وسلوالو ورته ویلي چې پولیس سرتېري یې ځکه وژلي چې هغوی د پولیسو غړي وو ۔

د جولای پر ۶ مه لسګونو وسلوالو د کوټې شمال ختيځ ته شاوخوا پر ۶۰ کیلو میټره لرې زیارت ضلعې کڅ سیمه کې د پولیسو حوزې په مانګي ډېم پروژه کې د امنیت لپاره ګومارل شوی وو برید کړی و د چارواکو په وينا وسلوالو ۹ پولیس سرتېري وژلي او ګڼ یې تښتولي وو،  چارواکو دا هم ویلي چې ددې پېښې پر ضد حکومت ۱۵ وسلوال هم وژلي وو ۔

د پولیس سرتېرو مړي د جولای پر ۸ مه ماښام مهال د کوټې دولتي روغتون ته لېږدول شوي وو چې له هغې وروسته د وژل شوو پولیس سرتېرو خپلوالو او دسیمو خلکو د احتجاج په توګه د کوټې کویله پاټک سړک باندې ایښي او له حکومته د انصاف او امن ورکولو غوښتنه کوي ۔

بلخوا د کويله پاټک سړک سره نژدې عسکري پارک د چاوڼۍ دروازې سره د هنه وړک د سیمې د پېښې پر ضد د سیمې د خلکو او سیاسي ګوندونو احتجاجي پرلت د جولای ۵ مې روان دی ۔ چې د جولای پر ۵ مه د کوټې ختیځ او شمال لور ته شاوخوا ۲۵ کیلومیټره هنه وړک سیمه کې وسلوالو د یادې سیمي ببري کلي کې پر ځایي خلکو برید کړی و ۔ د دې پېښي په غبرګون کې صوبایي وزیر بخت محمد کاکړ ویلي وو چې په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او ۸ کسان ژوبل شوي چې د هنه وړک اوسېدونکي وو ۔

د یادې سیمې خلکو ادعا کوله چې وسلوالو د دوی ۱۱ کسان هم تښتولي خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو ویلي وو چې د دوی سره د ۷ کسانو د تښتولو اطلاعات دي ۔

ددې پېښې پر ضد د هنه وړک خلکو،  سیاسي ګوندونو او د مړو د خپلوانو لخوا د کوټې عسکري پارک سره نژدې د چاوڼۍ دروازې سره احتجاجي پرلت دوام لري چې مړي یې پر سړک ایښي او له حکومته د امن او انصاف غوښتنه کوي ۔

 د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیالانګو د جولای پر ۶ مه ویلي وو چې د هنه وړک د پېښې  ورسته یې د وسلوالو پر ضد عملیات کړي د هغه په وینا ، د عملیاتو په مهال ۴ امنتي سرتېري ژوبل شوي او ۴ وسلوال یې هم وژلي دي ۔

 ددې دواړو پېښو ذمواري د پاکستان لخوا ناقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) منلې چې د پاکستان حکومت ورته ( فتنه الخوارج) نوم کاروي ۔

د جولای پر ۸ مه د بلوچستان په بلوڅ مېشته خضدار سیمه کې د پاکستان پیپلز ګوند د یوه غړي شفیق الرحمان مینګل پر کور باندې ځانمرګی برید شوی ، د چارواکو په خبره  د برید له امله شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۰ کسان ژوبل شوي دي ۔

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) مشر، لېفټننټ جنرال احمد شریف چودري د جولای پر ۸ مه  راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې  د جولای له  پینځمې نېټې راهیسې په بلوچستان کې د وسله والو بریدونو او ورپسې عملیاتو کې ۴ ملکي وګړي، ۲۷ پولیس سرتېري او ۱۱ پوځیان وژل شوي او ۵۴ وسله وال هم وژل شوي دي ۔

هغه  خبري غونډې ته ویلي چې په تېرو ۴ ورځو کې ۳ لوی بریدونه شوي دي ۔ د هغه په خبره لومړی برید د کوټې د هنه وړک په سیمه کې شوی چې پکې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي ۔

د پوځ ویاند ویلي چې دویم برید د زیارت د منګي بند د پمپنګ سټېشن پر امنیتي پوستې شوی، چې پکې ۹ پولیس وژل شوي وو ۔ نوموړي زیاته کړه چې وروسته د روانو عملیاتو پر مهال نور ۱۸ پولیس هم وژل شوي او د وژل شویو پولیسو شمېر ۲۷ ته رسېدلی دی ۔

احمد شریف چودري خبري غونډې ته ویلي چې د زیارت په عملیاتو کې ۲۶ وسله وال وژل شوي او عملیات لا هم روان دي ۔

هغه دا هم ویلي چې د بلوچستان بیله او وندر په سیمه کې د پوځ پر کاروان په برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او ۱۴ وسله وال هم وژل شوي دي ۔ د هغه په وینا، په خاران کې ۶ او په دالبندین کې ۸ نور وسله وال هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي ۔

د پوځ ویاند د دغو بریدونو پړه پر هند او په افغانستان کې پر مېشتو وسله والو واچوله او ویې ویل چې امنیتي ځواکونه به د وسله والو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.