امریکا وایي، د ایران پر پوځي اهدافو یې نوي بریدونه کړي

د امریکا د مرکزي قوماندې (سینټکام) ویلي، د جولای په اتمه یې د ایران پر پوځي اهدافو د بریدونو یو بل پړاو ترسره کړی، څو د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران د بریدونو وړتیا نوره هم کمه کړي.

بلخوا ایران وېلي، د هرمز تنګی به هغه وخت پرانیستل شي، چې د ایران شرطونه ومنل شي.

د سینټکام په اېکس پاڼه د جولایي په نهمه د خپور شوي بیان له مخې، په دغو بریدونو کې شاوخوا ۹۰ پوځي اهداف په نښه شوي دي. په دغو هدفونو کې د هوايي دفاع سیستمونه، د ساحلي څارنې مرکزونه، د توغندیو او ډرونونو د ساتنې ځایونه، سمندري وسایل او د ایران د ساحلي سیمو پوځي لوژستیکي تاسیسات شامل وو.

د ایران سرکاري نیوز ایجنسۍ ارنا هم د دغه بریدونو په حواله د جولای په نهمه لیکلي، د ایرانشهر پر هوايي ډګر د شوي برید له امله د اور وژنې د څانګې یو کارکوونکی وژل شوی دی. د سیستان او بلوچستان مرستیال والي او د ایرانشهر والي دا برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې د هوا پېژندنې د مرکز یو افسر هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سینټکام بیان کې بیا دا هم لیکل شوي، چې تر دې یوه ورځ مخکې، د جولای په اوومه، هم د امریکا ځواکونو د ایران شاوخوا ۸۰ پوځي اهداف په نښه کړي وو. د سینټکام په وینا، په دغو هدفونو کې د پاسدارن انقلاب اسلامي ځواک له ۶۰ څخه زیاتې کوچنۍ پوځي کښتۍ هم شاملې وې.

سینټکام ادعا کړې چې دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې ایران د هرمز تنګي له لارې پر درېیو سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي او د امریکا په وینا یې د اوربند سرغړونه کړې وه.

د دغه بریدونو په حواله د ایران یوې بلې خبري ایجنسۍ فارس نیوز هم په نهمې جولای خپور شوي خبر کې لیکلي، د ځايي وخت شاوخوا ۱۱:۱۵ بجې، په بندر عباس او سیریک کې څو چاودنې واورېدل شوې، او د سیریک د لویدیځ ساحل څخه د سمندر له لوري د نورو چاودنو راپور ورکړل شو

د امریکا د تازه بریدونو په ځواب کې د ایران د پارلمان سپیکر محمد باقر قالیباف به نهمه جولای د اېکس پاڼې له لارې لیکلي، امریکا لا هم نه ده پوه شوې چې نور د زور او د ژمنو ماتولو وخت تېر شوی دی. دوي په ډاګه کوي چې که امریکا برید وکړي، نو ځواب به هم وویني. ښاغلي قالیباف زیاته کړې چې بې احتیاطي وضعیت نور هم خرابوي،  د هرمز تنګی به یوازې هغه وخت پرانیستی وي چې د ایران شرایط ومنل شي.

د ایران د روغتیا وزارت وايي چې په تیرو دوو ورځو کې امریکایي ځواکونو د هیواد پنځه ولایتونه په نخ ښه کړي دي چې په پایله کې یې ۱۴ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان شوي دي ۔

د روغتیا وزارت ویاند حسین کرمانپور په وینا، د ۷۸ ټپیانو له ډلې څخه ۴۷ یې لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي ۔ 
هغه وويل چې پاتې نور کسان د طبي مرستو له ترلاسه کولو وروسته له روغتونونو څخه رخصت شوي دي ۔ 
د ایران پوځ دا ادعا هم کړې ده چې په بحرین، کویت او قطر کې یې د امریکا پوځي اډې او ستراتیژیک مرکزونه د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو سره په نخښه کړي دي ۔ 
د ایران د پوځ په وینا، په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر بيلا بيل ډرونونه کارول شوي دي ۔
د ايران د پوځ په بیان کې ویل شوي چې دوی به په کویت کې د پیټریټ توغندیو سیسټمونه، په قطر کې د سپوږمکۍ انټینا سایټونه او په بحرین کې د متحده ایالاتو د اردو لخوا کارول شوي د تیلو ډیپوګانې په نخښه کړي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.