د خوست د ځینې خېلو د سیمې اوسیدونکي وايي، د یادې سیمې اړوند د سپین کاڼ د منځني ښوونځي ودانۍ د سیلابونو له ګواښ سره مخامخې دي.
دوی له اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې ښوونځي ته د استنادي دیوالونو په جوړولو سره د یادو ودانیو په ژغورلو کې مرسته وکړي.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځینې خېلو د سپین کاڼ د غرییزې سیمې په منځني ښوونځي کې دا مهال تر څلورو سوو ډېر زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
نور حال د مشال ډیجټل خبریال نجیب الله الوخېل په راپور کې