د سېند شاه عبداللطیف پوهنتون خیر پور دجولای په ۷ د سلګونو د ایل ایل بي سندونو د جعلي اعلانولو رسمي نوټیفیکیشن خپور کړی او ویلي یې دي چې د پلټنو له بشپړېدو وروسته یاد سندونه جعلي ثابت شوي دي.
د پوهنتون د وروستي نوټیفیکیشن له مخې، د پنځه کلن ایل ایل بي پروګرام (د ۲۰۱۷ کال بیچ) د ۵۸۴ زدهکوونکو او د درې کلن ایل ایل بي پروګرام (د ۲۰۱۴، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو) د ۶۵۷ زدهکوونکو سندونه جعلي بلل شوي او د هغوي منسوخولو قانوني بهیر یې پیل کړی ده

پوهنتون ویلي، د پلټنې کمېټې د بېلابېلو قانون درس ورکولو لا کالجونو په ریکارډ کې جدي بېضابطګۍ او جعلی ریکارډ موندلې ده. په دې لړ کې د قاضي میاں احمد قریشي لا کالج مورو، ای بي ډي لا کالج سکر، مرزا لا کالج پنو عاقل، حاجي مولا بخش سومرو لا کالج، فیض محمد سیټو لا کالج، ایس کی ډي لا کالج جیکبآباد، صدر نور محمد لا کالج کندکوټ او د نورو لا کالجونو زدهکوونکي هم شامل دي،
د پوهنتون په وینا، د شکمنو او جعلي سندونو بشپړ نوملړ خپور شوی او ټولو اغېزمنو کسانو ته له دې وړاندې ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی وو، چې د خپل اصلي ریکارډ د کنټرولر دفتر وړاندې کړي خو دغه زده کوونکي پکې پاتي راغلي دي،
د پوهنتون وائس چانسلر، ډاکټر یوسف خشک، مشال ډیجیټل ته ویلي چې د پوهنتون د لوړپوړو استادانو او چارواکو یوې ځانګړې کمېټې په تېرو دوو کلونو کې دا پلټني ترسره کړي دي چې وس یې انتظامیه منظوري ورکړه
د نوموړي په وینا، په لومړي پړاو کې د جعلي ریکارډونو په قضیو کې د ۱۲۸ کسانو پر ضد ایف آی آرونه مقدمې ثبت کړل شوي دي ،په دویم پړاو کې له دې قضیې سره د تړاو په تور د پوهنتون له اته څخه د زیاتو افسرانو پر ضد محکمانه او قانوني اقدامات پیل شول، هغوی نوکری ختم کړل شوي او پوهنتون ته یې پر ننوتلو هم بندیز لګولی ده
ډاکټر یوسف خشک وویل چې اوس د دې بهیر په درېیم پړاو کې د بېلابېلو لا کالجونو د ۱۲۰۰ څخه د زیاتو جعلي او مشکوکو ایل ایل بي سندونه منسوخ کړل شوي دی
هغه زیاته کړه چې په دغو سندونو لرونکوکې د هېواد له بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سند صوبی په عدالتونو کې د کارکوونکو ګڼ شمېر وکیلان هم شامل دي.