د ډونالډ ټرمپ ټیلیفون او د فټبال نړیوال سازمان غبرګون

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مداخلت وروسته د فیفا له خوا د امریکايي فوټبالر فلورین بالوګن د یوې لوبې بندیز ځنډولو پرېکړې په نړیواله کچه لویه شخړه رامنځته کړې ده.

فیفا اعلان کړی چې د ریډ کارډ له امله لګېدلی د یوې لوبې بندیز عملي کېدل د یو کال لپاره ځنډول شوی، چې له دې وروسته بالوګن د جولای په 7 مه د بلجیم پر وړاندې د راؤنډ آف 16 مهمه لوبه کې برخه واخسته۔ ياده لوبه کښي بيلجيم فټبال لوبډلي د امريکا لوبډلي ته  د يو ګول په مقابله کي 4 ګولونو سرپ ماتي ورکره۔

بالوګن ته د جولای په 2 مه د بوسنیا هرزګوینا پر وړاندې لوبه کې ریډ کارډ ورکړل شوی و، چې د قانون له مخې هغه د یوې لوبې لپاره بند شوی وای. خو د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ د فیفا له ولسمشر جیاني انفانټینو سره اړیکه ونیوله او له هغه یې وغوښتل چې پر دې پرېکړه بیا غور وکړي.

ټرمپ د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې یوه “بې انصافي” سمه شوې ده، او دا یې هم تایید کړه چې هغه یوازې د بیا کتنې غوښتنه کړې وه، نه دا چې بندیز دې ختم شي.

د فیفا ولسمشر انفانټینو هم د ټرمپ د ټیلیفون تصدیق وکړ او ویې ویل چې دا موضوع د فیفا د خپلواکو عدالتي ادارو سره وه، کوم چې یوازې د قوانینو او شواهدو پر بنسټ پرېکړې کوي.

بل لور ته، د دې پرېکړې پر ضد د اروپا د فوټبال ادارې یوئیفا سخت غبرګون وښود او دا یې “سره کرښه نه تيريدل” وبلله. د یوئیفا په وینا، د ریډ کارډ وروسته لږ تر لږه د یوې لوبې بندیز لازمي قانون دی او په دې کې د هېڅ ډول رعایت ځای نشته.

د بلجیم فوټبال اتحادیې هم پر دې پرېکړه سخته حیراني څرګنده کړه او د قانوني لارو چارو د کارولو اعلان یې وکړ، خو د فیفا اپیل کمیټې د دوی اپیل د اورېدو وړ ونه باله او ویې ویل چې بلجیم د دې قضیې برخه نه ده.

د فیفا پخواني ولسمشر سیپ بلاټر هم په ټولنیزو رسنیو کې غبرګون وښود او ویې ویل چې “ریډ کارډونه د سیاسي ټیلیفونونو له لارې نه ختمېږي”، او ټینګار یې وکړ چې فوټبال باید د سیاسي اغېزو څخه لیرې وساتل شي.

د دې پرېکړې وروسته نورو ټیمونو هم د خپلو لوبغاړو د کارډونو پر ضد اپیلونه پیل کړي دي، چې په کې د فرانس له خوا د مایکل اولیسې د ژیړ کارډ پر ضد غوښتنه هم شامله ده.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.