سوات: جرګې د ممتاز علي خان پر کور د بريدکوونکو د نيولو غوښتنه کړې

 د سوات قومي جرګې د عوامي نېشنل ګوند د ضلعې مشر او د سوات قومي جرګې د کاري کمېټې د غړي ممتاز علي خان پر کور او حجره د وسله والو له خوا د يو ځل بيا شوي بريد په سختو ټکو غندنه کړې ده. جرګې ويلي چې په دغه بريد کې د ممتاز علي خان ورور، وراره، نور کسان او د ريسکيو اهلکار بشمول ګڼ تنان ژوبل شوي دي.

د سوات قومي جرګې وياند احمد شاه او خورشيد کاکاجي په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې دا پېښه د رياست او حکومت د ناکامۍ څرګند ثبوت دی. د دوی په وينا، له سوات څخه تر کوټې پورې د هېواد ډېری سيمې د ترهګرو ډلو رحم او کرم ته پرېښودل شوې دي او حکومت د خلکو د سر، مال، عزت او ناموس د ساتنې له اساسي او قانوني حق څخه عملي لاس اخيستی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د سوات ولس او سوات قومي جرګه ترهګري هېڅکله نه مني او له حکومته يې غوښتنه کړې چې نور دې د پښتنو برداشت نه ازمويي، ځکه که امنيتي وضعيت همداسې دوام وکړي، د سوات خلک به د خپلو حقونو د خونديتوب لپاره پر بېلابېلو لارو چارو جدي غور وکړي.

سوات قومي جرګې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ممتاز علي خان پر کور او کورنۍ د بريد کوونکي ژر تر ژره ونيول شي او د قانون له مخې ورته سخته سزا ورکړل شي.

بل لور ته د سوات پوليسو په وينا، د ملاکنډ ډويژن د پوليسو مشر (ډي آي جي) فدا حسين شاه ويلي چې د شکردرې په سيمه کې د ممتاز علي خان پر کور له بريد وروسته پوليس په بېړنۍ توګه سيمې ته رسېدلي او بريدکوونکي يې پر شا تمبولي دي.

پوليس وايي، د بريدکوونکو د نيولو لپاره په ټوله سيمه کې پراخ لټوني عمليات روان دي او تمه ده چې ډېر ژر به ملزمان ونيول شي.

 پوليسو په وينا، د خلکو د سر او مال ساتنه د پوليسو اساسي دنده ده او دا ډول پېښې به د پوليسو مورال او حوصله هېڅکله کمزورې نه کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.