سوات شکردره کې د عوامي نېشنل ګوند د ځايي مشر پر کور د نامالومه وسله‌والو ډزې، پنځه تنه ژوبل

د سوات د مټې تحصيل شکردره سيمه کې د عوامي نېشنل ګوند د ځايي مشر او د سوات قومي جرګې د غړي ممتاز علي خان پر کور نامعلومو وسله‌ والو ډزې کړې، چې له امله يې پنځه تنه ژوبل شوي دي.

د سوات پوليسو، ځايي اوسېدونکو او د ريسکيو ۱۱۲۲ د وياند په وينا، پېښه د جولای په پنځمه مازيګر رامنځته شوې ده. د دوی په خبره، وسله ‌والو له څلورو لورو پر کور ډزې کړې او په بريد کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.

د ريسکيو ۱۱۲۲ وياند نياز علي وويل، کله چې د ژوبلو د لېږدولو لپاره د ريسکيو امبولانس سيمې ته ورسېد، پر امبولانس هم ډزې وشوې چې له امله يې د ريسکيو يو اهلکار ژوبل شو. هغه زياته کړه چې ټول پنځه ژوبل کسان مټې روغتون ته لېږدول شوي، چې د يوه ژوبل تن روغتيايي حالت نازک ښودل کېږي.

بلخوا د مټې ډي اېس پي زيراب ګل په يوه ويډيويي بيان کې ويلي، پر پوليسو هم ډزې شوې او د پوليسو بکتربند ګاړې په نخښه شوی، خو پوليسو ته پکې ځاني زيان نه دی اوښتی.

تر دې وړاندې هم پر ممتاز علي خان درې ځله د نامعلومو وسله‌ والو بريدونه شوي وو، خو هغه ترې روغ وتلی و. په وروستي بريد کې هم نوموړی خوندي پاتې شوی، خو د هغه د کورنۍ څلور غړي ژوبل شوي دي.

د سوات د پوليسو مشر (ډي پي او) عمر احمد خان رسنيو ته ويلي، په سيمه کې د وسله ‌والو پر ضد د لټون عمليات روان دي او د پېښې پلټنې پيل شوې دي.

د تازه بريد ذمه واري لا چا په سر نه ده اخستي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.