نياز احمد خان
سوات د خېبر پښتونخوا یوه ډېره ښکلې او سرسبزه دره ده ، چې د خپل فطري حسن، شنو غرونو، سیندونو او یخو موسمونو له امله ورته “د پاکستان سوېټزرلېنډ” هم ویل کېږي ۔ دا سیمه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره یو مهم مرکز ګرځېدلې ده۔
سوات د مالاکنډ ډویژن برخه ده او شاوخوا ۵۳۳۷ مربع کیلومتره مساحت لري ۔ دا مهال سوات په دوه برخو وېشل شوی دی : یو لوير سوات او بل اپر سوات ، چې په ۲۰۲۵ کال کې په انتظامي توګه دوه جلا ضلعې اعلان شوې ۔
په سوات کې سیاحت د اقتصاد مهمه برخه ده او د خلکو د عاید یوه لویه سرچینه ده ۔ هر کال زرګونه کسان د کالام، مالم جبه، بحرین، مدین او مهوډنډ جهیل په څېر سیمو ته سفر کوي ۔
په سوات کې سلګونه هوټلونه، ګیسټ هاوسونه او ریزورټونه موجود دي او دا سکتور ورځ تر بلې پراخېږي۔
د سیلانیانو شمېر
په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۴ لکه ۴۹ زره سیلانیان سوات ته راغلي وو
په ۲۰۲۵ کال کې خېبر پښتونخوا ته له ۱ کروړ ۲۴ لکه زیات سیلانیان راغلي وو ، چې سوات ته د راتلونکو کسانو شمير پکې تر بلې هرې سيمې زيات و ۔
یوازې د اختر په ورځو کې هم تر ۱۷۰ زره زیات سیلانیان سوات ته راغلي وو ۔
دا مهال په سوات کې له ۱۲۰۰ څخه زیات واړه او لوی هوټلونه شته ۔ په دې اړه د سوات هوټل ایسوسی اېشن صدر حاجي زاهد خان “مشال ډيجيټل” ته وويل چې په دې هوټلونو کې تر ۶۰ زره کسانو پورې خلک نېغ په نېغه روزګار کوي خو د سوات د سیاحت له سکتوره هغه ګټه نه اخیستل کېږي کومه چې پکار ده ۔
هغه زياته کړه :
“د سوات تر ټولو مشهورې سیمې کالام ته تلونکی سړک له تېرو دوو لسیزو راهیسې کنډ کپر دی او د سیاسي اختلافاتو له امله یې کار نه بشپړېږي ۔ له بحرین څخه تر کالام پورې شاوخوا ۴۰ کیلومتره سړک په بېلابېلو ځایونو کې خراب او پلونه یې زیانمن شوي دي ۔ همدارنګه د چکدرې نه تر باغ ډېرۍ پورې د موټروې پروژه، چې د لسګونو اربونو روپیو په لګښت پلان شوې، لا هم د ځنډ ښکار ده ، چې له امله یې سیاحت ته زیان رسېږي”
د هوټلونو مالکان او کارکونکي هم له ستونزو شکایت کوي ۔ د مېنګورې او کالام هوټل لرونکی سهیل خان وایي چې حکومت پخپله د سوات سیاحت ته زیان رسوي ۔ د ده په وینا، کله ناکله د سېلابونو او یا امنیتي خبرداریو له امله سیلانیان سوات ته له راتګ ډډه کوي ۔ هغه دا هم وایي چې بهرنیو سیلانیانو ته سوات ته د تګ اجازه په اسانۍ نه ورکول کېږي، چې له امله یې دا صنعت اغېزمن شوی دی ۔
خو د خېبر پښتونخوا د سیاحت محکمې د سوات مرستیال ډایرکټر سعید الرحمن مشال ډيجيټل ته وويل چې یوازې د کوچني اختر په ورځو کې تر ۲ لکه پورې سیلانیان سوات ته راغلي وو، چې دا د امن ښه نښه ده ۔
هغه ادعا وکړه چې حکومت د سیاحتي پولیسو ګمارنې او د لارښود لپاره ځانګړي ډیسکونو جوړولو په شمول د سیاحت د ودې لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي دي ۔
ښاغلي سعيد وويل چې کله ناکله د سیلانیانو د خوندیتوب لپاره خبرداري هم جاري کېږي ۔
سره له دې ټولو ستونزو، سوات لا هم د خپل طبیعي ښکلا، امن او اسانتیاوو له امله د پاکستان یو مهم سیاحتي مرکز دی ۔ که نوره پاملرنه ورته وشي نو دا سیمه کولای شي چې په نړیواله کچه هم مهم سیاحتي مقام خپل کړي ۔