خيبر پښتونخوا کې الېکټرانيکي ډرایونګ لایسنس معرفي شو

د خيبر پښتونخوا حکومت د ټرانسپورټ، شفافو او اسانه سرکاري خدمتونو د پراختيا په موخه الېکټرانيکي ډرایونګ لائسنس (E-DL) معرفي کړی، چې له دې وروسته به وګړي خپل ډرایونګ لائسنس په خپل موبايل کې هر وخت له ځان سره ساتلی شي

د خیبر پښتونخوا د الا وزیر سهیل افریدي په واټس اېپ چېنل د جمعې په ورځ د خپور شوي خبر ترمخې، د خيبر پښتونخوا حکومت د ټرانسپورټ محکمې او د معلوماتي ټېکنالوژۍ بورډ دستک” ډيجيټل پلېټفارم په ګډه دا نوې اسانتيا پيل کړې ده.

 د حکومت له مخې، الېکټرانيکي ډرایونګ لائسنس به د پوليسو، نورو سرکاري ادارو او محکمو له خوا د قانوني سند په توګه منل کېږي. دویې لیکلي چې د په ډیجیټل کارډ کې به د بار کوډ (خوندي کوډ) د لارې په څو ثانیو کې انلاین تصدیق هم کیږي، دویې بیا دا هم لیکلي چې دغه ګام یې د جعلکارۍ د مخ نیوي په هدف کړې. .خبر کې زیاته شوې، د دې نوې ډيجيټل اسانتيا له عملي کېدو وروسته به موټرچلوونکي د فزيکي ډرایونګ لائسنس له ځان سره ګرځولو ته اړتيا نه لري او د لائسنس اړوند بهير به لا چټک او اسانه شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.