د پاکستان د هواپېژندنې (موسمیاتو) ادارې د ۲۰۲۵ کال د تازه راپور له مخې، د بلوچستان په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې، د کوټې ترڅنګ، پښین، کلاعبدالله، مستونګ، نوشکي، خاران، کېچ، چاغي، پنجګور، واشک او ګوادر هغه ولسوالۍ دي چې وچکالۍ پکې کښتونو او باغونو ته لوی زیان اړولی دی.
په پښین کې مېشت یو کروندګر، نظرجان اڅکزی، وایي چې د پلار او نیکه له وخته یې په توبه اڅکزۍ سیمه کې کرنه کوله. د هغه په وینا، کله چې هلته وچکالي راغله، شاوخوا شل کاله مخکې یې پښین ته کډه وکړه او هلته یې کرنه پیل کړه، خو اوس وچکالۍ د پښین کروندې هم سختې اغېزمنې کړې دي. نوموړی وایي، اوس په ډېرو سیمو کې کروندګر دومره اوبه نه لري چې خپل کښتونه پرې خړوب کړي.

د پښین د خانوزۍ سیمې اوسېدونکی ضیا کاکړ وایي چې د دوی سیمه د کرنیزو ځمکو ترڅنګ په پراخو باغونو هم مشهوره وه، خو د وچکالۍ له امله هر کال باغونه او کرنیزې ځمکې کمېږي. د هغه په خبره، کله چې د وچکالۍ اغېزې څرګندې شوې، ډېرو کروندګرو د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د ویالو او نالیو پر ځای پایپونه وکارول، چې له دې لارې یې د اوبو د پام وړ سپما وکړه. ضیا کاکړ زیاتوي، په بلوچستان کې د باران ډېری اوبه ځکه ضایع کېږي چې په ډېرو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره بندونه نیشته.
د همدې سیمې یو بل کروندګر، حاجي عبدالخالق اڅکزی، وایي چې په پښین کې د وچکالۍ له امله ګڼ باغونه او کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي. د هغه په خبره چې اوس ډېری کروندګر هغو سیمو ته کډه کوي چې د اوبو اسانتیا پکې شته. نوموړی وایي، دی هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې ته نږدې د لوی بند او خان ډګر په سیمه کې کرنه کوي. د هغه په وینا، که څه هم د دې سیمې اوبه تر اوسه مناسبې دي، خو د ځمکې لاندې د اوبو کچه هم کال تر بلې لاندې ( ښکته ) روانه ده او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي په نږدې راتلونکي کې هلته هم د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د پښین د کرنې ادارې مشر منظور احمد خان وایي چې د اوبو د کمښت او روانې وچکالۍ له امله دوی کروندګرو ته پوهاوی ورکوي چې داسې ونې او کښتونه غوره کړي چې لږې اوبه مصرفوي او اقتصادي ګټه یې زیاته وي. د هغه په خبره، اداره کروندګر د شنو خونو (ټنل فارم) له لارې کرنې ته هم هڅوي، ځکه په دې طریقه د اوبو مصرف کمېږي او د حاصلاتو کچه او اقتصادي ګټه لوړېږي. د بلوچستان د خوړو او کرنې ادارې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د راپور له مخې، د بلوچستان په ډېرو سیمو کې د ځمکې لاندې شکم د اوبو کچه هر کال له دوو تر درې مترو پورې لاندې کېږي. د همدې وضعیت له امله په ګڼو سیمو کې چینې، کارېزونه او کوهي وچ شوي او ورسره ډېر باغونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه تللې دي