په پاکستان کي په يو کال کې د ناموس په نوم د ۴۷۰ ښځو د وژلو پيښې ثبت شوي دي

د پاکستان د بشري حقونو کميشن خپل کلنی راپور خپور کړی دی ۔ دا راپور په ۲۰۲۵کال کي په ملک کې د بشري حقونو نه د سر غړونې ويرونکو انځور وړاندي کوي ۔
راپور ادعا کوي چي په تير کال کې د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالي پيښې ۲۵سلنه زياتې شوي دي او ۱،۳۳۲ ښځو د کورني تشدد له امله ژوند د لاسه ورکړی دی ، د جنسيتي تيري ۳،۸۱۵ مقدمي ثبت شوي دي او د بريښنايي ځورونې (سايبر کرايم) ۲،۵۸۶ پيښې هم مخې ته راغلي دي ۔ په ټول ملک کې ۴۷۰ښځي د ناموس په نوم وژل شوي دي ۔
د بشري حقونو د کميشن لخوا خپور شوي راپور کي ويل شوي دي چي په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو په ضد د تاو تريخوالي ۳،۶۰۰ پيښي او د تښتونې ۱،۱۰۷ پيښې ثبت شوې دي ۔ دغه شان ۳۶۵ ماشومان لا درکه شوي دي ، ۵۳ په وړوکې عمر کې ودونه او ۵۲ د ناوړه موادو سره تړلي د جنسي تيري پيښې هم راپور شوي دي ۔
ددي ترڅنګ تير کال په پاکستان کي ۱۹ نرښځيان وژل شوي دي او په ۲ تيزاب شيندل شوي ۔ يوازې په خيبر پښتونخوا کې ۱۰ نرښځيان وژل شوي دي او ۱۳ د جنسي تيري ښکار شوي دي ۔
راپور وايي چي په ۲۰۲۵ کال کې د ترهګرۍ او عملياتوپه ترڅ کې په ۱،۲۷۲پيښو کې ۳، ۴۱۷کسان وژل شوي دي او ۲،۱۳۲ ټيپيان شوي دي ۔
د ښځينه او بشري حقونو فعاله فرح خليل “مشال ډيجيټل” ته وويل چې په راپور کې راوړل شوې شميري د انديښني وړ دي ۔
” د ناموس په نوم د ۴۷۰ ښځو وژنه يوازې يوه شميره نه ده ، د ۴۷۰ کورنۍ دي چي ځپل شوي دي او په ټولنيز ژوند يې منفي اغيز شوی دی ۔ حکومت بايد د ناموس په نوم وژنو پر ضد قانون په کلکه عملي کړي ۔ تر څو چې زمونږ ټولنه د ښځو او کمزورو طبقو خوندي توب ته جدي پام ونکړي نو دا لړۍ به مخ په وړاندې روانه وي”
آغلې خليل وويل چې د بريښنايي ځوروني ۲،۵۸۶ پيښي هم ښايي چي تاو تريخوالي اوس ډيجيټل نړۍ ته هم غځيدلي دی ۔
هغې زياته کړه :
“مونږ ته د قانون تر څنګ د ټولنيز شعور بيدارولو ضرورت هم دي”
د هيومن راېټس کميشن آف پاکستان يا د پاکستان د بشري حقونو کميسون خپور کړی راپور وايي چي په نړي واله توګه پاکستان د اساسي قانون د پلي کولو په تړاو په ۱۴۳ هيوادونو کي ۱۳۰م مقام لري ۔
نړي وال جينډر ګيپ انډيکس کې پاکستان د ۱۴۸ هيوادونو ترمينځ په په ۱۴۵م ځای پاتي شوی دی ۔
په راپور کي ويل شوي دي چې په ۲۰۲۵کال کې نور په لکهونو خلک د غربت د کرښي لاندې ژوند کولو ته اړ شوي دي ۔

شیئر کریں:
mashaalcustom

mashaalcustom