شابانو (فرضی نوم) چې د سکول نه راشي او د کتابونو بيګ له اوږې ښکته کړي نو د پیزارونو د پالش کولو بيګ په شا کړي او د خپلې کورنۍ د پاره د خوړو بندوبست کولو په تکل بيا له کوره ووځي ۔
نهه کلنه شابانو د کرمې ضلعې د پاړه چینار وسیدونکې ده ، پنځه کاله وړاندې یې پلار په بهګن نومې سیمه کې په فرقه ایزو شخړو کې په داسې حال کې ووژل شو چې مزدوري يې کوله ۔
هر سهار! چې شابانو د سکول په لور روانه شي، نو په زړه یې د خپلې کورنۍ د راتلونکي ښه کولو ارمان وي ، خو چې د سکول نه کور ته راوګرځي نو د پیښور د پیشتخرې نه تر صدر/کینټ پورې کله پیاده او کله په ګاډي کې ځي چې هغلته د خلکو خیرنې څپلۍ صفا کړي ۔
شابانو “مشال ډیجیټل” ته وويل چې تر ماښامه د پیزارونود پالش کولو مزدوری کوي خو سبا ښونځي د تلو غم ورسره وی او دا خواهش لري چې د مزدورۍ نه بې غمه شي او خپلو زدکړو ته ټوله توجه ورکړي ۔
شاوخوا پنځه کاله وړاندې شابانو د خپلې کورنۍ سره پیښور ته انتقال شوه او اوس په پیشتخره کې اوسيږي ۔
په خيبرپختونخوا کې په لږ شمير کې د جينکو سکولونو ته د تلو په اړه په پيښور کې د سوات سيمي سره تعلق لورنکې سميره صديقي وايي چې د تيرو پنځه ويشت کلونو راهسي په خيبر پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې يي د جينکو په سکولونو کې د استاذې په حيث کار کړی دی ۔
آغلې صديقي “مشال ډيجيټل” ته وويل چې په خپل کاري ژوند کې يې په لږ شمير کې د جينکو سکولونو ته تللو او په نيمايي کې د زدکړو پريښودلو ډير وجوهات په ګوته کړي دي ۔
د هغې په اند په وړوکي عمر کې د جينکو ودول او د مور د مړينې نه پس د خويندو وروڼو ساتنه کول د جينکو د زدکړو په لار کې لوی خنډونه دي ۔ هغې وويل چې په خيبر پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د جينکو او هلکانو تر مينځ صنفي توپير هم د جينکو د سکول پريښودو يوه غټه وجه ده ۔ آغلې صديقي زياته کړه چې ځينې کورنۍ د بې وزلۍ له امله دا وس نه لري چې په خپلو جينکو تعليم وکړي ۔
په خيبر پختونخوا کې د ښځو د پياوړتيا د پاره کارکونکی تنظيم “بلو وينز” لخوا ترلاسه شوې شميرې ښايي چې په ټوله صوبه کې ۴۔۹ ميليونه ماشومان ښونځو ته نه ځي او په دوی کې د جينکو شيمر ۲۔۹ ميليونه دی ۔ د يادې ادارې د راغونډو کرو ارقامو ترمخه په پېښور کې د سکولونو ته نه تلونکو ماشومانو شمير تر نورو ټولو ښارونو زيات دی ۔
په خيبرپښتونخواه کې د لومړنۍ او ثانوي زده کړو محکمي ( ايليمنټړي اينډ سيکندړي ايجوکيشن ) لپاره صوبايي حکومت په ۲۰۲۵۔۲۶ مالياتي کال کي ۳۶۴ اربه روپۍ منظورې کړې وې چي پکي پنځه نوي سلنه بوديجه د جينکود تعليم لپاره ځانګړې شوې وه ۔
ايليمنټري اينډ سيکنډري ايجوکيشن ډيپارټمنټ د تيرو پنځو کلونو راهيسې خپل ۷۰ سلنه بجټ د جينکو په تعليم لګوي ۔
mashaalcustom