د خيبرپښتونخوا او بلوچستان تر منځ په يو ټرافيکي پېښه کې ۴۰ کسان مړه شوي

د خيبرپښتونخوا او بلوچستان تر منځ دانا سر په سيمه کې د مسافر وړونکي بس په پېښه کې ۴۰ کسان مړه او له ۸ نه زیات کسان ژوبل شوي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزي د جولای پر ۳ مه مشال ډیجیټل ته وویل چې دغه مسافر وړونکی بس له کوټې نه د خیبر پښتونخوا او اسلام اباد په لور روان و چې د دانا سر سیمه کې د پېښی ښکار شوی، هغه وویل چې د لومړیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ۴۰ کسان مړه شوي او زیات ژوبل شوي دي چې په هغوی کې د ۸ کسان حالت مرګه ژوبله دی.

بابر یوسفزي مشال ډیجیټل ته زیاته کړه چې له پېښي ورسته د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د ږوب ضلعې مرستیال کمشنر،د شېراني ضلعې مرستیال کمشنرد قدرتې افتونو پر وړاندې د نظم ادارې، او د ژغورنې ټولو ادارو ته د پېښي ځای ته د رسېدو امر کړی و او د خیبر پښتونخوا له حکومته یې هم د ژرغونې ټولو ادارو د پېښي ځای ته د رسېدلو غوښتنه کړې وه.
بابر یوسفزي مشال ډیجیټل ته وویل چې د بلوچستان حکومت د پښې پلټنې کوي چې هغه کومه ستونزه وه چې دغه پېښه رامنځ ته شوه. هغخ زیاته کړه چې دا وخت حکومت زیاته پاملرنه دې ته کوي چې د ژوبل کسانو ښه درملنه وکړي.د هغه په خبره چې د پېښې ځای یوه غریزه او له ښاره لیري پرته سیمه ده چې د حکمومت هلې ځلې روانې دي چې د مړه شوو او ژوبل کسان زر له ځایه را ایستل شي.
د ږوب ضلعې مرستیال کمشنر نوید عالم ویلي چې دا پېښه په لیري پرته او غریزه سیمه کې شوې ده چې د ژوبل شوو کسانو راوړلو لپاره یې په د ږوب په دولتي روغتون کې بېړنی حالت اعلان کړی او د پېښې ځای ته یې ۲۰ ایمبولینسونه استولي دي.
د ږوب او خیبر پښتونخوا تر منځ دانا سر سیمه یوه غریزه سیمه ده چې سړکونه یې تنګ وي او وخت پر وخت ټریفیکي پېښي رامنځ ته کیږي.

د بلوچستان د طبي بېړني غبرګون مرکز ( بلوچستان میډیکل ایمرجنسي رسپانس سینټر) مرک ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵م کال په ترڅ کې د بلوچستان پر ۹ سترو لویو لارو له ۲۵ زره او ۴۰۰ څخه زیاتې ټریفیکي پېښې شوې دي، چې په ترڅ کې یې ۴۳۰ کسان مړه او ۳۳ زره او ۹۷۲ نور ژوبل شوي دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.