په لکي مروت کې په چاودنه کې د دوو پوليسانو په شمول۷ کسان وژل شوي دي


عمر وزیر، مشال ډیجیټل

مۍ ۱۲مه

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ضلع کې د سرای نورنګ په سيمه کې د مۍ پر ۱۲مه په يوه بمي چاودنه کې د پولیس د دوو سرتیرو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۲۳ نور عام اولسي وګړي ژوبل شوي دي ۔

د بنو ډویژن پولیسو مشر سجاد خان خبریالانو ته ليږلي بیان کې ویلي دي چې وسله والو په یو موټر سایکل کې بارودي مواد نصب کړی و چې په نورنګ بازار کې يې وچادوه ۔ په چاودنه کې دوه ټریفک پولیس او ۵ اولسي واګړي ووژل شول او ۲۳ عام کسان ژوبل شول چې د بنو لکي مروت روغتونونو ته د درملنې لپاره وليږدول شول ۔
سجاد خان زیاته کړه چې د پولیسو ، مستندويه ادارو او امنیتي ځواکونو سرتيري د پیښې ځاي ته رسیدلي، پلټنې روانې دي او وسله وال به خپل انجام ته رسوي ۔

د برید زمه واري له چا نه ده منلې ۔

له یادې پیښې وړاندې د بنو په فتح خیل سیمه کې وسله والو يود پوليسو پوستې ته نزدې يو پل الوځولی و ۔
په یاده پوسته باندې د مۍ په ۹مه وسله والو ځان مرګی برید هم کړې و ۔ چې د ډي آيي جي سجاد خان په وینا په پوسته کې ۱۵ پولیسان وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي وو ۔

د یاد برید زمه واري اتحاد المجاهدین وسله والې ډلې منلې وه ۔ وسله والو د بارودو ډک موټر د پولیسو د پوستې سره جنګولی و ۔ د ټکر له وجي ټوله پوسته نړيدلې وه او هلته موجود ټول پولیسان د ملبې لاندې شوي وو ۔
د مۍ په ۱۱مه هم د بنو په ډومیل سيمه کې د ځايي امن کمیټۍ د پولیسو سره په شریکه د وسله والو په ضد عمليات کړي وو ، چې د پولیسو او ځايي خلکو په وینا تر څو ساعتونو د دواړو ترمنځ ډزې شوې وې ۔ په ډزو کې درې پولیسان ژوبل شوي وو ۔
د بنو ډویژن پولیسو مشر سجاد خان خبریالانو سره د خبرو پر مهال د مۍ په ۱۲مه وویل چې فتح خیل پولیس پوسته باندې وسله والو په تیرو ۵ میاشتو کې ۱۸ بریدونه کړي دي خو هر ځل ناکامه شوي او پولیسو په ځوابي ګام کې پر شاه تمبولي، خو دا ځل وسله والو په لویه چاودنه سره دغه پوسته مکمله تباه کړه ۔

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا سهیل اپریدي د مۍ په ۱۱مه د بنو دوره وکړه او هلته د وژل شوو پولیس سرتیرو کورنيو سره يې غمرازي وکړه ۔ هغه د فتح خیل پوسته له نوي سره د جوړولو اعلان هم وکړ

ډي ايي جي سجاد خان وویل چې د یو یو پولیس سرتیري بدل به اخلي، د وژل شوو پوليسانو کورنيو ته يې ډاډ ورکړ چې د وسله والو په ضد به عمليات نور هم توندوي او انجام ته به يې رسوي ۔

د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلعې په ضاصه توګه بنو ، لکي مروت ، شمالي او جنوبي وزیرستان کې دې وروستیو کې د وسله والو لخوا په پولیس او مليشو بریدونه زيات شوي دي ۔
د وسله والو لخوا هدفي بریدونه هم دوام لري او په يادو سيمو کې د ناامنۍ پیښې زیاتیدو له امله د عام اولس د ژوند په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي ۔
په دې ضلعو کې د ناامنۍ د مخنیوي په د پاره عام اولس په بيا بيا احتجاجونه ، جرګې ، لاريونونه او پاسونونه ترسره کوي او د حکومت او پوځ نه غوښتنه کوي چې د ناامنۍ د مخنیوي د پاره کوټلي ګامونه پورته کړي ۔

شیئر کریں:
tarikzai

tarikzai