د سوات د سېف الله جهيل د کښتۍ پېښې ۶ مړي لاهور ته لېږدول شوي، د ورکې شوې ښځې لټون روان دی

د سوات د سېف الله جهيل د کښتۍ پېښې ۶ مړي لاهور ته لېږدول شوي، د ورکې شوې ښځې لټون روان دیxد خیبر پښتونخوا د اپر سوات ډوېلپمنټ اتهارټۍ وياند سعيدالرحمان ويلي چې د سېف الله جهيل د کښتۍ په پېښه کې د وژل شويو ۶ کسانو مړي د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته خپلو خپلوانو ته سپارل شوي او لاهور ته لېږدول شوي.

هغه زياته کړه چې يوه ښځه لا هم ورکه ده او د هغې د موندلو لپاره د ژغورنې عمليات نن سهار پنځه بجې بيا پيل شوي دي.

د وياند په وينا، په عملياتو کې د ژغورنې (رېسکيو) 1122، اپر سوات ډوېلپمنټ اتهارټي، سوات پوليس، ټورېزم پوليس، ضلعي اداره او ځايي رضاکاران برخه اخلي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کښتۍ له ټاکل شويو خوندي حدودو څخه بهر تللې وه او انجن يا جنرېټر يې بند شوی و.

سعيدالرحمان وويل چې د کښتۍ د چلوونکي پر ضد مقدمه درج شوې او د هغه د نيولو لپاره د پوليسو عمليات روان دي.

هغه زياته کړه چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر او د چيف سېکرټرۍ په لارښوونه د پېښې د هر اړخيزې پلټنې او د کوتاهي کوونکو پر ضد د سختو قانوني اقداماتو امر شوی دی.

د وياند په خبره، که د خوندیتوب د کړنلارو (ایس او پي ایس) د سرغړونې ثبوت وموندل شي، نو د اړوندو کښتيو د چلوونکو پر ضد به د قانون له مخې سخته قانوني کارروایي وشي.

هغه ويلي، د ورکې شوې ښځې تر موندلو پورې به د ژغورنې عمليات دوام ولري. همدارنګه به د کښتۍ، زېپ لاين، سکای سايکلنګ او نورو سيلانيزو فعاليتونو د خوندیتوب کړنلارې له سره وڅېړل شي، او هر څوک چې پر دغو اصولو عمل ونه کړي، پر ضد به يې سخت قانوني اقدام وشي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.