مهمندو کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې د پولیسو د مرستیال ایس ایچ او په شمول دوه پولیس غړي وژل شوي، او یو زخمې شوې.
د مهمندو پولیس وایې، د جولایې په دویمه مازیګر ناوخته د یکه غونډ تحصیل په اقرب ډاګ نومې سیمه کی نامعلومه وسله والو د یکه غونډ تاڼې په پولیسو هغه مهال ډزې وکړې، چې د پولیسو ګاډي کې ناست غړي په سیمه کې په ګزمه روان وو.
د وسله والو په ډزو کې مرستیال ایس ایچ او او یو پولیس سپاهي مړه شوي، او د پولیس وېن (ګاډي) ډرایور زخمي شوې.
پولیس وایې، زخمي شوې سپاهي/ډرایور یې د علاج په غرض روغتون ته وړلې، او په سیمه کې یې د وسله والو د لټون د پاره عملیات پېل کړي.
پولیسو د دغه پېښې قانوني رپورټ لا هم نه دې لیکلې.
د دغه پېښې زمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده قبوله کړې.