په لاهور کې د ښوونې مرکز د چت د نړېدو له امله ۱۴ ماشومان مړه شوي دي

د پنجاب په سرښار لاهور په کاهنه نومې سیمه کې د یو ټيوشن سنټر (ښوونیز مرکز) چت د سه شنبې (۳۰ جون) په ماښام راپرېوتو چې له امله یې ۱۴ ماشومان ووژل شول ۔ 
د پنجاب د روغتیا وزیر هم د ۱۴ ماشومانو مړینه تایید کړې ده ۔ 
په لاهور کې د ژغورنې چارواکو رسنيو ته ويلي دي چې د پيښې په وخت د یوې ښځینه ښوونکې په ګډون له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې ماشومان په ښوونیز مرکز کې موجود وو ۔
دوي ويلي دي ویلي چې د پیښې راپور د مازدیګر په ۴:۴۵ بجو ورکړل شو، او د کنډوالو لاندې ايسار له ۵ څخه تر ۶ پورې ماشومان يې وژغورل ۔ 
د چارواکو په وینا، دوه ژوبل شوي ماشومان له لومړنۍ مرستې وروسته له روغتون څخه کورونو ته ليږل شوي دي او څلور ماشومان تر درملنې لاندې دي، چې وضعیت یې له خطره بهر دی ۔
ځايي اوسیدونکي وايي چې ماشومان د ښوونځي اکاډمۍ ته د زده کړې لپاره راغلي وو ۔
د پولیسو په وینا، د ښوونې مرکز په پورتنۍ پوړ کې د رغونې کار روان و، پداسې حال کې چې ماشومان د ښوونې مرکز په زمکني پوړ کې په سبق ويلو بوخت وو ۔ 
پوليسو ويلي دي چې د پيښې نه پس پنځه کسان ، چې ټيوشن سنټر یې چلاوه ، نیول شوي دي او نور جزئیات به له څېړنو وروسته څرګند شي۔
 
د پاکستان وزير اعظم (لومړي وزیر) په پيښه کې د ماشومانو په وژل کيدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده ۔ هغه د وژل شویو کسانو د لوړو درجو لپاره دعا وکړه او له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه ۔
وزير اعظم د ټپیانو د ژر رغیدو لپاره دعا وکړه او همدارنګه یې لارښوونه وکړه چې هغوی ته هر ډول ممکنه طبي مرستې ورکړل شي ۔
د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز د پيښې نوټس واخیست او له اړوندو چارواکو یې د پېښې په اړه راپور وغوښت ۔ هغې چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ټپي ماشومانو ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې شي ۔
د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمی بخاري ويلي دي چې ټيوشن سنتر په يو کور کې جوړ شوی و ۔ هغې وويل چې دا ویجاړه ودانۍ د ماشومانو د تدریس لپاره کارول کېده، خو ترمیم يې نه کيدو

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.