د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د لسم محرم الحرام (عاشورې) مراسم په پوره عقیدت او احترام سره ترسره شول. د دغو ماتمي جلوسونو د خوندیتوب لپاره خورا سخت امنیتي ګامونه پورته شوي وو او د جلوس په ټولو لارو کې د پولیسو اضافي نفري ګمارل شوې وه
همدا رانګه، د سیمې حساسو او ډیرو حساسو امام باړو، جوماتونو او د جلوسونو پر لارو د پولیسو ترڅنګ د اېف سي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي وو او د هر ډول ناخوښه پېښو د مخنیوي لپاره د پوځ دستې هم په بشپړ ډول چمتو او مستعدې ولاړې وې
هېواد د نورو برخو ترڅنګ په ټوله خیبر پښتونخوا کې هم د محرم د جلوسونو د امنیت لپاره ځانګړي انتظامات شوي وو، چې په دې اړه د صوبې د اطلاعاتو وزیر شفیع جان په تېرو ورځو کې یوې جرګې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې د محرم الحرام د پر امنه انعقاد لپاره د پولیسو ۴۳ زره ځوانان په دندو ګمارل شوي دي
د جلوسونو پر مهال د سیمې اوسېدونکو او تاجرانو هم د مذهبي همغږۍ او یووالي ښه بېلګه وړاندې کړه او د بېلابېلو ضلعو د امن کمیټو غړي د جلوس پر لارو موجود وو او د خلکو لپاره یې د یخو اوبو او شربتونو سبیلونه لګولي وو
بلخوا، د احتمالي زخميانو د طبي امداد او بیړني حالت سره د مقابلې لپاره د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکونکي هم د جلوس په لارو کې موجود وو. د دې ترڅنګ، په کوهاټ ډیویژن کې د امنیت د لا ډاډمن کولو لپاره په نږدې غرنیو څوکو باندې د اېف سي ځانګړي مورچې او پوستې جوړې شوې وې، ترڅو د هغې ځایه هم د جلوسونو د تېرېدو پر لارو کلکه نګراني او څارنه وشي.