د امریکا مرکزي پوځ (سینټکام) ویلي چې د جون په ۲۶مه یې په ایران بریدونه کړي دي. دا بریدونه د هغې حملې په جواب کې شوي چې یوه ورځ مخکې ایران په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ کړې وه.
بلخوا د ایران د پاسداران انقلاب(اسلامي) ځواک یو خبر د ایران نیوز په نوم یو تصدیق شوي ایکس پاڼه باندې د جون په ۲۷مه خپور شوې چې پکې یې لیکلي، د دویې سمندري ځواکونو په سیمه کې د امریکا په پوځي ځایونو بریدونه کړي دي. دا د امریکا د وروستیو بریدونو ځواب دی.
دویې زیاته کړې چې امریکا د هرمز تنګي د هوکړې د ماتولو په پلمه د ایران په ساحلي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ایران سرکاري نیوز ایجنسۍ هم د جون په ۲۷مه په ایکس پانه لیکلي، د هرمزګان ولایت په سیریک نومې سیمه کې د جمعې په شپه ناوخته د چاودنو درانه اوازونه اوریدل شوي، دویې زیاته کړې چی دغه سیمه د بندرعباس نه په ختیز ۱۷۰کلومیټره لرې اباده ده.
د امریکا سینټکام هم په خپل خبر کې زیاته کړې چې، د امریکا جنګي الوتکو د ایران د توغندیو او ډرونونو د ساتلو ځایونه او ساحلي رېډارونه په نښه کړل. امریکا وایي ایران د جون په ۲۵مه د اېور لولي په نوم یوه بار وړونکې بېړۍ د ډرون په برید وویشتله. دغه بېړۍ د عمان ساحل ته نږدې د هرمز له تنګي وتله.
امریکا وایي چې پر سوداګریزو بېړیو دا برید د اوربند خلاف کار دی او د سمندر له لارې د ازاد تګ راتګ لپاره خطر جوړوي، ځکه چې د نړۍ ډېره سوداګري له همدې لارې تېرېږي.
خو د ایران حکومت وایې، د اسلاماباد د تفاهمي یادداشت له مخې، د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د سمبالولو او څار واک بېرته ایران ته سپارل شوی دی.
د ایران د پاسداران انقلاب ځواک لخوا د جارې شوي دغه خبر تر مخې، دویې زیاته کړې چې د ایران د پاسداران انقلاب ځواک خبرداری ورکړی چې که امریکا بیا برید وکړي، نو د ایران ځواب به لا سخت او پراخ وي.
خو سینټکام هم په خپل دغه خبر کې زیاتوي چې ځواکونه یې لا هم په سیمه کې موجود دي او سوداګریزو بېړیو ته د خوندي تګ راتګ اسانتیا برابروي. د امریکا پوځ وایي چې د ایران سره شوې هوکړه به په بشپړه توګه عملي کېدل یقیني کوي.
یاد دې وي چې د فرورۍ میاشتې په اخره کې، کله چې امریکا او اسراییلو پر ایران بریدونه پیل کړل، نو له هغې وروسته ایران په عملي توګه د هرمز تنګی بند ساتلی و.
هرمز تنګی د نړۍ لپاره د تېلو او ګېس د لېږد یوه ډېره مهمه سمندري لار ده. د دې لارې د بندېدو له امله په نړیوال بازار کې د تېلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې وې.
امریکا او ایران د جون په ۱۷مه د ۱۴ مادو پر یوه هوکړه لیک د اوربند موافقه کړې وه. په دې هوکړه کې دا هم شامل وو چې ایران به د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ یقیني کوي.