د جون پر ۲۳مه د جنوبي وزیرستان د سراروغه په سیمه کې د پولیسو د تاڼې مشر (ایس ایچ او) احمد شاه په ګډون ۷ پولیس سرتېري د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي دي.
پولیسو تایید کړې چې ایس ایچ او احمد شاه او پولیس سرتېري د چاودنې له ځایه د بېرته راستنېدو پر مهال، د سړک پر پوسته (ناکه) د وسله والو له خوا وتښتول شول.
په تښتول شوو کسانو کې ایس ایچ او احمد شاه، موټرچلوونکی (ډرایور) حضرت عمر، سرتېري طارق، کلیم، عبدالله شاه، عبدالرزاق او ابراهیم شامل دي.
د پېښې وروسته پولیسو او امنیتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې پوستې (ناکې) سختې کړې او د تښتول شوو پولیسو د موندلو لپاره یې عملیات پیل کړي، خو تر اوسه د هغوی په اړه کوم څرک نه دی ترلاسه شوی. د پېښې وروسته په سیمه کې لوړ امنیتي چمتووالی نیول شوی دی.
په خیبر پښتونخوا کې له څه مودې راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. وسله وال وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، خو حکومت وایي چې د وسله والو له منځه وړلو لپاره يي وخت پر وخت عملیات کړي دي.