کوز دیر: د سي ټي ډي او پوليسو ګډ عمليات، شپږ وسله وال وژل شوي

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او ضلعي پوليسو  په شریکه په کوزه دیر کې د وسله والو ضد عملیاتو کې شپږ  وسله وال وژلي دي.

د پولیسو له لوري د جون په ۲۴مه خپور شوي خبر کې ويل شوي چې دغه عمليات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د کوز دير په یوه غرنيزه سيمه کې ترسره شوي دي.

پولیس زياتوي چې کله امنيتي ځواکونو د وسله والو د نيولو هڅه وکړه نو هغوی پر پوليسو ډزې پيل کړې، چې وروسته يې په ځوابي عملياتو کې شپږ وسله وال ووژل.

سي ټي ډي وايي وژل شوي کسان د باډوان پل پوليس پوسته باندې په بريد او د پولیسو سپاهي محمد اسماعيل په وژنه کې او په يو شمېر نورو ترهګريزو پېښو کې هم دویې ته مطلوب وو.

پولیسو ویلي، د عملياتو پر مهال د وسله والو له نه شپږ کلاشنکوفونه، درې لاسي بمونه او يو شمېر کارتوس هم ترلاسه شوي دي.

پولیسو ویلي، د تښتېدلو وسله والو د نيولو لپاره په سيمه کې د لټون عمليات لا هم دوام لري.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر ذوالفقار حميد په دغه عملياتو کې د برخه اخيستونکو ځواکونو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د ترهګرۍ پر ضد به عمليات روان ساتل کېږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.