شهباز شریف او مسعود پزشکيان وايي د ايران بالسټک توغندي د اسلام اباد د تفاهم نامې برخه نه دي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي په اسلام اباد کې په يو خبرې غونډه کې وييلي چې د ايران بالسټک توغنديز پروګرام د اسلام اباد د تفاهم ليک يا ميمورنډم اف انډرسټينډنګ برخه نه ده او په دې تړون کې پرې هېڅ بحث نه دی شوی.

شهباز شریف د ايراني ولسمشر مسعود پزشکيان سره په يو ځايي خبرې غونډې پر مهال وويل چې په ياده تفاهم نامه کې د بالسټک توغنديو هېڅ يادونه نشته.

هغه وويل: “دا موضوع نه د خبرو په مېز وه، نه د اجنډا برخه وه او نه هم ايراني لوري د دې په اړه د خبرو غوښتنه کړې وه. دا يوازې يو تاثر نه، بلکې حقيقت دی.”

وزيراعظم زياته کړه چې ځينې ډلي هڅه کوي د دغه تړون په اړه غلط فهمۍ پيدا کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې هوکړه زيانمنه کړي.

شهباز شریف وويل: “ځينې کسان نه غواړي چې د ايران ولس له جګړې وروسته پرمختګ وکړي او خپل هدف ته ورسېږي.”

مسعود پزشکيان هم د شهباز شریف څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې د ايران د توغنديو پروګرام نه د تفاهم نامې برخه و

هغه زياته کړه چې که ايران د توغنديو وړتيا نه لرله، نو د ده په وينا هېواد به يې د امريکا او اسرائيلو له لوري له سختو ګواښونو سره مخ شوی و.

د ايران ولسمشر ټينګار وکړ چې تهران به هېڅکله د خپل توغنديز پروګرام او دفاعي وړتياوو په اړه جوړجاړی ونه کړي او دا موضوع به د بل هر هېواد سره د کوم تړون برخه نه وي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.