کوهاټ پوليسو د سپرلو په  موټر کې ۲۰۰ تومانچې نيولې دي

کوهاټ پولیسو د پېښور نه کورمې ته د سپرلو په ګاډي کې په لویه کچه د وسله قاچاق کولو هڅه ناکامه کړې ده او يو کس يې نيولی دی ۔

د کوهاټ پولیسو ویاند نعمان زیب رسنیو ته ليږلي يو بيان کې ويلي دي چې پولیسو د کې ډي اې تاڼې په حدودو کې ناکه بندي کړې وه  ۔ هغه ويلي دي چې پوليسو د لټون په مهال په يو فلاینګ کوچ کې د وسلو د سمګلنګ (قاچاق) یوه لویه هڅه ناکامه کړه او ۲۰۰ تومانچې یې ترې برامد کړې ۔

نعمان زېب زیاتوي چې نیول شوی ملزم شیر محمد د کورمې ضلعې اوسېدونکی دی، چې ویل کېږي او دغه وسله يې له پېښور څخه صدې ته د سمګل کولو هڅه کوله ۔

د یادونې وړ ده چې کورمه کې شیعه او سنیان په ګډه ژوند کوي او په محرم کې دا سيمه خورا حساسه ګرځول شوې ده  ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.