حکومت پټرول ۷۴ او ډیزل ۶۳ روپۍ ارزانه کړي

د تیلو او ګیس په شمول د توانایې وفاقي وزارت د جون په اولسمه یوه سرکاري اعلامیه جاري کړې، چی له مخې یې د نن (شلم جون) نه پټرول څلور اویا اعشاریه اته ویشت روپۍ (۷۴.۲۸ روپۍ) او ډیزل دری شپیته اعشاریه یو دیرش روپۍ (۶۳.۳۱ روپۍ) ارزانه شوي.

دویې په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، چی د پټرولو نوې قیمت دوه سوه، نهه نوي روپۍ او پنځوس پیسې (۲۹۹.۵۰ روپۍ) او د ډیزلو نوې قیمت دری سوه، یولس روپۍ او اوه څلویښت پیسې (۳۱۱.۴۷ روپۍ) مقرره شوې ده.

اعلامیه کې دا هم لیکلې شوي، چې د نوي قیمتونه به د نن (شلم جون) نه نافذ وي.

د جون په نولسمه په قامي اسمبلۍ کی وزیراعظم شهباز شریف اعلان کړې وو، په منځني ختیز کې د روانې جګړې د وجې ملک کې د تیلو قیمتونه زیات شوي وو، خو چې وس په ټوله نړۍ کې د تیلو قیمتونه کم شو، پاکستان به هم دغه قیمتونه کم کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.