کېنېډا د فټ بال نړیوال جام په تاریخ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

کېنېډا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د ګروپ بي په لوبه کې قطر ته په ۶-۰ ستره ماتې ورکړه او د نړیوال جام په تاریخ کې یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه۔

د “بي سي پلېس” په ډک سټېډیم کې د کېنېډا لوبډلې له پیل څخه پر لوبه پوره کنټرول درلود او قطر ته یې د ځواب فرصت ورنه کړ۔

د کېنېډا نامتو لوبغاړي جوناتن ډېوېډ درې ګولونه ووهل او د لوبې غوره لوبغاړی وګرځېد. هغه خپل لومړی ګول په ۲۹مه دقیقه، دویم د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت او درېیم د دویمې نیمایي په اضافي وخت کې ترسره کړ۔

د کېنېډا لپاره سیل لارین په ۱۶مه دقیقه او ناتن سلیبا په ۶۴مه دقیقه هم ګولونه ووهل، د قطر یو لوبغاړي محمد مناعي په تېروتنه خپل ګول ته هم بال واچاوه۔

د قطر لوبډلې دوه لوبغاړي د سرو کارډونو له امله له لوبې وویستل شول۔ عاصم مدیبو او همام احمد دواړو سور کارډ ترلاسه کړ او قطر پاتې لوبه له نهو لوبغاړو سره ترسره کړه۔

په همدې لوبه کې د کېنېډا منځني میدان لوبغاړی اسماعیل کوني ټپي شو او د درملنې لپاره له میدان څخه په سټرېچر يووړل شو۔

له دې بریا وروسته کېنېډا څلور پواينټونه لري او په ګروپ “بي” کې ښه پوزيشن لري بلخوا قطر یوازې یو پواينټ لري۔

د دې ګروپ راروانې لوبې به د چهارشنبې په ورځ ترسره شي۔ کېنېډا به له سوېټزرلېنډ او قطر به له بوسنیا سره مخامخ شي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.