د امریکا او ایران د جګړې د ختمولو تړون مو د پاکستان او قطر په وينا نه دې عام کړی:جۍ ډي وېنس

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي چې د امریکا، ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د ختمولو تړون بشپړ متن به تر ډېره د جمعې تر ورځې خپور شي۔

وینس ویلي، پاکستان او قطر چې د دې تړون په منځګړیتوب کې یې مرسته کړې، له امریکا یې غوښتي چې د تړون متن لږ وخت لپاره عام نه کړي. خو نوموړي ویلي چې امریکا هڅه کوي دا معلومات ژر تر ژره د خلکو مخې ته راولي۔

د راپورونو له مخې، د امریکا، ایران او پاکستان ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره یو تفاهم لیک شوی چې د جمعې په ورځ به په سوېټزرلينډ کې لاسلیک شي. د دې تړون له مخې تمه ده چې د هرمز تنګي لار خلاصه او د ایران پر بندرونو بندیزونه ختم شي او امریکا او ایران به د تهران د اټومي پروګرام او بندیزونو په اړه خبرې پیل کړي۔

وینس ویلي، دا تړون به د امریکا لپاره ښه وي او که ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅې بندې کړي او د سیمې په اړه خپل سیاست بدل کړي، نو ورته به اقتصادي اسانتیاوې ورکړل شي او پر ایران به ځینې بندیزونه کم شي۔

بلخوا سپینې ماڼۍ هغه راپورونه رد کړي چې ګنې د تړون اصلي شرطونه یې خپاره کړي دي۔ د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي چې په رسنیو کې خپاره شوي اسناد د اصلي تړون متن نه دی۔

راپورونه وایي چې د تړون له لاسلیک وروسته به ایران د تېلو خرڅلاو بېرته پیلولی شي، خو امریکا ویلي چې ټولې اقتصادي ګټې به هغه وخت ورکول کېږي چې ایران خپل چلند بدل کړي۔

په همدې حال کې، اسراييلو په لبنان کې خپلې پوځي حملې پراخې کړې دي. ایران وایي چې په لبنان کې د اسرايیلي ځواکونو پاتې کېدل د امریکا-ایران د تړون خلاف دي. پاکستان هم ویلي چې د لبنان موضوع د دې تړون یوه برخه ده.۔ اسرايیل بیا ویلي چې د امریکا او ایران تړون پرې لازم نه دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د اسرايیلو د مشر بنیامین نتنیاهو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د لبنان جګړه د ایران سره د لویې جګړې د ختمولو هڅې ستونزمنوي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.