سمارټ یا ځیرک موبایل

سمارټ یا ځیرک موبایل د نننۍ نړۍ یو له مهمو او پرمختللو وسایلو څخه دی چې د اړیکو، معلوماتو او تفریح لپاره کارول کېږي. په سمارټ موبایل کې انځورونه، ویډیوګانې او غږونه په اصل کې د ډیجیټل معلوماتو په بڼه ساتل کېږي او پروسس کېږي. د موبایل بېلابېلې برخې په ګډه دا ټول کارونه ترسره کوي.

کله چې یو څوک د موبایل په وسیله عکس اخلي، د کامرې لینز رڼا دننه پرېږدي. دغه رڼا پر یو ځانګړي سنسر لګېږي چې هغه په ډیجیټل معلوماتو بدلوي. وروسته د موبایل پروسیسر دغه معلومات پروسس کوي او د تصویر بڼه ورکوي، بیا یې په میموري کې خوندي کوي.

د موبایل پرده یا سکرین له میلیونونو کوچنیو نقطو یا “پکسلونو” څخه جوړه شوې وي. هر پکسل بېلابېل رنګونه ښیي او د دغو ټولو پکسلونو په یوځای کېدو سره بشپړ تصویر یا انځور ښکاري.

ویډیو په اصل کې د ډېرو انځورونو یا فریمونو چټک حرکت دی. عموماً په یوه ثانیه کې ۳۰ تر ۶۰ انځورونه پرله‌پسې ښکاره کېږي چې له امله یې انسان ته د حرکت احساس پیدا کېږي. د ویډیو د چلولو پر مهال پروسیسر فریمونه پروسس کوي، ګرافیکس چپ یا GPU یې پر سکرین ښکاره کوي، او که غږ هم موجود وي نو سپیکر یې اوروي.

غږ یا آډیو هم ځانګړی سیستم لري. غږ په اصل کې د هوا څپې دي. کله چې انسان خبرې کوي، مایکروفون د غږ څپې په برېښنايي سګنلونو بدلوي. موبایل دغه سګنلونه ډیجیټل معلوماتو ته اړوي او خوندي کوييې، کله چې آډیو بېرته چلېږي، موبایل ډیجیټل معلومات بیا برېښنايي سګنلونو ته اړوي او سپیکر یې د غږ په څپو بدلوي چې انسان یې اورېدلی شي.

په لنډ ډول ویلای شو چې کامره رڼا په ډیجیټل معلوماتو بدلوي،
مایکروفون غږ په ډیجیټل معلوماتو اړوي،
پروسیسر معلومات درک او پروسس کوي،
میموري یې ساتي،او سکرین او سپیکر یې انسان ته ښکاره کوي او اوروي.

سمارټ یا ځیرک موبایل له نورو شبکو څخه هم انځورونه، ویډیوګانې او غږونه د “ډیټا” په بڼه ترلاسه کوي. دا ټول سیستم د راډیويي څپو، انټرنېټ، سرورونو او موبایل شبکو له لارې کار کوي. کله چې یو کاروونکی پر انټرنېټ کومه ویډیو، عکس یا غږ پرانیزي، موبایل د شبکې له لارې له سرور څخه معلومات ترلاسه کوي دغه معلومات په کوچنیو برخو یا “پکټونو” کې موبایل ته رسېږي، بیا پروسیسر هغوی سره یوځای کوي او په سکرین او سپیکر کې یې ښکاره کوي.

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ