په خيبر پښتونخوا کې د اقليمي بدلون له وجې ښځې او ماشومان د ناروغيو سره مخ دي

په خیبر پښتونخوا کې د تودوخې زياتيدو او اقلیمي بدلون له امله ښځې او ماشومان د جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ دي ۔
پښتنې ښځې د ورځې ډېره برخه په تود پخلنځي کې په کار کولو تېروي۔ د تنور او اور تودوخه له بهرني چاپېریال هم زیاته وي ۔ امیندوارې ښځې په ګرمۍ کې زر ډیهایډریټ کېږي ياني په بدن کې يې اوبه او نور نمکيات کميږي ، چې دا د مور او ماشوم دواړو د صحت د پاره خطر لري ۔
د خيبر پښتونخوا په کليو او لرې پرتو سيمو کې د اقليمي بدلون په اړه د پوهاوې لپاره کار کوونکې ماه رخ ظاهر شاه مشال ډيجيټل ته وويل چې په دي صوبه کې د ځنګلونو وهل او د سيمټو او کنکریټو ودانیو زیاتوالی د تودوخې غټ سبب دی ۔
هغې له خپلې تجربې وويل چې په کليوالو سيمو کې د کور ښځينه مجبوره دي چې د غرمې په ۲۵ درجې تودوخه کې هم د خاورو په تنور ډوډۍ پخه کړي او د څو کلوميټره لرې تالابونو او چينو نه د څښاک اوبه راوړي ۔
اغلې ماه رخ وويل چې د تودوخې له امله ماشومان له ښوونځي غیر حاضر وي او زياتره ښځې د رواني فشار سره مخ وي ځکه چې د ناروغ ماشوم پالنه هم د دوی په غاړه وي ۔
هغې د اقليمي بدلون له وجې ښځو او ماشومانو ته ورپيښو ستونزو د هوارولو د پاره خپل وړنديزونه د مشال ډيجيټل سره داسې شريک کړل:
“بايد په هر کلي کې د ګرمۍ نه د بچ کېدو د پاره کمیټۍ جوړې شي چې خلکو ته اوبه رسوي او د ناروغانو هم خیال ساتي ۔ ونې او بوټي نالول هم اړين دي ۔ یوه رسيدلې ونه د ۱۰ ایرکنډیشنرونو په اندازه تودوخه کموي ۔ که هره کورنۍ ۲ ونې نال کړي او تر رسيدو پورې يې خسمانه وکړي نو د کلي تودوخه به ۳-۴ درجې راکمه شي ۔ حکومت ته هم پکار ده چې په سکولونو کې د څښلو پاکو او یخو اوبو انتظام وکړي”
د خيبر پښتونخواه لپاره د نيوټريشن ډايرکټر يا د غذايي چارو مدير ډاکټر فضل مجید مشال ډيجيټل ته وويل چې زياته ګرمي د ماشومانو، امیندوارو ښځو او بوډاګانو د پاره ډيره خطرناکه ده، په خاصه توګه د هغه کسانو د پاره چې د زړه یا پښتورګو ناروغي لري ۔
هغه وويل چې د ګرمۍ په موسم کې ځينې ناروغۍ عامې شي، لکه د سر درد، لوړه تبه، بې هوشي او په بدن کې د اوبو کمی ۔ د پښتورګو ناروغانو نه علاوه هر تن ته هره ورځ د ۱۰نه تر ۱۲ کلاسه پورې اوبه څښل ضروري دي ۔
ډاکټر فضل مجيد وويل چې د خيبر پښتونخوا حکومت د يونيسف (د ماشومانو د پاره د ملګرو ملتونو اداره) په مرسته په ۱۰ ضلعو کې په لويو روغتونونو کې د اکسيجن پلانټونونه لګولي دي او د سيلابونو له امله زيانمن شوي ۱۹ روغتيايي مرکزونه بيرته رغول شوي دي ۔
اغلې ماه رخ مشال ډيجيټل ته وويل چې اقلیمي بدلون یوازې د چاپېریال خبره نه ده بلکې دا د ښځو او ماشومانو د پاره د ژوند او مرګ مساله ده۔
د صحت او هوا پيژندنې ماهران وايي چې د اقليمي بدلون د منفي اغيز نه د ځان ساتلو تر ټولو غوره او اسان لار د ونو کرل دي ۔ دوی وايي چې که نن خلک ونې ونه کري نو په راتلونکي کې به يادې ستونزې نورې هم زياتې شي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ