د ریسکیو ۱۱۲۲ شانګلې څانګې ویاند رسول خان د جون په دویمه سهار مشال ډیجیټل ته وېلي، دغه پېښې د کچه کورونو د ړنګېدو له امله شوې دي.
د ویاند په خبره چې، د جون د لومړۍ او دوېمی نیټې تر مینځه شپه د شانګلې د الپورۍ تحصیل د رحیم اباد په سیمه کې د یوه کچه کور د کوټې چت ونړېد، چې له امله یې ۷ ماشومان تر ملبې لاندې شول. په دغو ماشومانو کې شپږ مړه شوي او یو ماشوم یی ژوندې راویستې دی

د جون په دویمه د سوات د ریسکیو ۱۱۲۲ څانګې ویاند نیازمحمد رسنېو ته د جاري شوي خبر له مخې لیکلي، چې د جون په لومړۍ نېټه د شپې ناوخته د کالام په بلوګا کې د یو هوټل د کوټې چت ړنګ شوې، چې پکې یو تن مړ او دوه تنه ژوبل شوي دي، او د ژوبلو حالت مرګونې ښودل کیږي.
ویاند زیاته کړې چې هم د سوات په ګنډیرۍ کلي چارباغ کې یوه کوټه ړنګه شوې، چی پکې دوه ماشومان مړه او یو ماشوم ژوبل شوی دی.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ترجمان زیاته کړې چې زخمیان شوي ټول تنان یې بیلا بیلو روغتونونو ته وړلي.
هم دا شان د کوز کوهستان په مټه بانډه پټن کې یو موټرګاډې له سړک څخه یوې ژورې کندې ته پریوتلې دې چی پکې سواره شپږ کسان مړه شوې دي. د کوهستان د ریسکیو ۱۱۲۲ څانګې ویاند واېي چې د مړو شوي کسان د مظفراباد او د پنجاب د خانیوال وسیدونکي وو