عمر وزير
په بنو پرېس کلب کې د مۍ پر ۱۹مه يوې خبري غونډې ته د ويان په مهال د بهرت خاص سیمې اوسېدونکې آمنه بي بي د خپل هغه زوی ثاقب سره د اړيکو شلولو اعلان وکړ چې د يو کالعدم تنظیم سره یوځای شوی دی ۔
هغې د حکومت او قانون نافذوونکو ادارونه هم غوښتنه وکړه چې د دوی کورنۍ دې نور نه ځوروي ۔
آمنه بي بي، چې د مرحوم حبیب الله کونډه ده، وویل چې زوی یې ثاقب په کال ۲۰۱۰ کې کور پرېښود او تر نن ورځې بېرته نه دی راستون شوی ۔ هغې وويل چې ثاقب د کورنۍ له خوښې او مشورې پرته غلطه لاره خپله کړې ده او اوس له خپلوانو باغي شوی دی ۔
هغې وويل چې د زوی د مبینه کړنو له امله یې کورنۍ له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوې ده ۔
“زموږ کور ړنګ او وسوزول شو، او پر کورنۍ مو سخت تورونه ولګول شول ۔ زما نور زامن مزدوري کوي، نه څوک سرکاري نوکري لري او نه کاروبار۔ مويږ د سختې ،غربت او وېرې ژوند تېروو”
آغلې منه وويل چې نور زامن يې هم څو څو ځله نیول شوي، او د هغوی د خوشې کولو لپاره یې وکیلانو ته لوی لوی فیسونه ورکړي دي۔ هغې وويل چې کورنۍ په ضاصه توګه زامنو او لمسيانو ته يې هرله پسې ګواښونه ورکول کېږي ۔
د څه مودې راهيسې په بنو کې پوليسو او امن لښکرو د وسله والو په ضد عمليات پيل کړي دي ۔
د بنو پولیسو د امن کمیټۍ په نوم يو ځانګړی ځواک هم اعلان کړی دی چې څو ورځې وړاندې يې په پولیس لاین کې غونډه وشوه ۔ پوليسو په دې مهال وويل چې د هر وژل شوي پولیس سرتیري بدل به له وسله والو آخلي ۔ دغه کمیټۍ د شهدانو د بدل اخستو په نوم عملیات پيل کولو اعلان وکړو ۔
خبري غونډې ته د وينا په وخت آغلې آمنه وویل چې کورنۍ يې حالاتو مجبوره کړه چې کراچی ته کډه وکړي، خو د مالي ستونزو او د کورونو د کرایو د وس نه لرلو له کبله بېرته بنو ته راستانه شول ۔
د خبري غونډې پر مهال هغې خپل لمسي ته په اشاره وویل:
“مونږ يې کله په یو سکول کې داخل کړو او کله په بل کې ۔ تعلیم يې مسلسل اغېزمن کېږي ۔ که تعلیم ترلاسه نه کړي، نو راتلونکی به یې څه وي؟”
هغې د حکومت او ولس څخه غوښتنه وکړه چې کورنۍ ته يې د زوی د جرم سزا ورنه کړي ۔
“مونږ امن غواړو، مونږ نه غواړو چې هېواد تباه شي، ښځې کونډې او ماشومان یتیمان شي ۔ د بنو ټول خلک زموږ خپل دي، مويږ یوازې سوله ییز ژوند غواړو”
د بنو او لکي مروت په سيمو کې د څه مودې راهيسې د ترهګرۍ پيښې زياتې شوې دي او په هدفي وژنو کې هم زياتی راغلی دی ۔