د ږوب وله اکرم کلي اوسېدونکې له کاڼو ودانۍ جوړوي

صمد شبنم

د بلوچستان د پښتون مېشتې ږوب وله اکرم کلي ودانۍ ټولې له کاڼو جوړو دي، دا کلی د ږوب ښار څخه شمال لور ته د غره په لمن کې اباد دی، ددې کلي اوسېدونکې وایي چې له کاڼي جوړ کورونه یې په ژمې تاوده( ګرم) اوپه  دوبي ساړه وي ځکه خو خلګ له کاڼو خپلې وداني او کورونه جوړوي.

ددې کلي یو اوسېدونکی حضرت خان وایي چې له تېرو شلو کلونو راهسې په مزدورۍ له کاڼې ودانیو جوړولو کار کوي،  د هغه په خبره چې هلته غرونه ډېر دي او په ځانګړې توګه د څانګې په نوم غره نه خلګ کاڼې راوړي او خپل کورونه ورباندې  جوړوي.

حضرت خان وایي چې خښته له دوی څخه ډېره لیري ده،  که څوک غواړي چې له خښتې کور جوړ کړي نو هغه ته په ډېره ګرانه بییه لویږي.

هغه وایي چې د څانګې د غره ګاڼی یا ډبره لیږ نرمه یا پسته وي چې د ودانۍ جوړولو لپاره خښته په اسانه ځېنې جوړیږي،  هغه وایي له غره څخه کاڼې راوړي او بیا د ودانۍ پر ځای باندې هغه په چیټک وهي چې خښتې ځینې جوړي کړي او بیا یې د ودانۍ جوړولو لپاره وکاروي.

 حضرت خان وایي چې دغه کار  په مزدوري کوي چې د ورځې شاوخوا تر ۲۰۰۰ پورې مزدوري ورکول کیږي.

د ږوب د وله اکرم کلي ځینې کورونه بیا په کاڼو جوړ دي خو کاڼې یې تراشل شوي یا خښته نه وي ځینې جوړه شوي،  د یادې سیمې د کلیوالو په خبره چې ډېری کورنۍ چې د کاڼې د تراشلو یا له کاڼو د خښتو جوړولو توان نه لري نو هغه کورنۍ له غرونو کاڼې راټول کړي چې خپل کورونه یې ورباندې جوړ کړي، د هغوی په خبره چې هغه کورونه چې کاڼې نه وي ورته تراشل شوي یعنې له کاڼو یې خښتې نه وي جوړې شوي  هغه ټینګ یا مظبوط کورونه وي خو د ديوالونه ښایست یې دومره ښکلی نه وي لکه کوم کورونه چې د تراشل شو کاڼو جوړ وي.

 د وله اکرم کلي اوسېدونکې وایي چې دوی له کاڼو ودانیو جوړولو یو لاعمل دا هم دی چې د کاڼو جوړه ودانۍ د باراني اوبو په مخ کې مظبوطه یا ټینګه وي ځکه خو خلګ ودانۍ له کاڼو جوړوي.

د بلوچستان په ډېری غریزو سیمو کې خلګ له کاڼو ګورونه له دې کبله جوړوي چې یا خو پخې ( د سیمنټو) ودانۍ جوړولو توان نه لري او یا ډېری خلګ هڅه کوي چې له کاڼو ودانۍ جوړه کې چې په ژمې توده او په توبي یخه وي، خو د بلوچستان په کلیوالو سیمو کې بیا ډېری خلګ له خاورو خټین کورونه جوړوي،  د کلیوالو په خبره چې خټینې ودانۍ هم په ژمې تودې او په دوبي یخي وي.

شیئر کریں:
mashaalcustom

mashaalcustom